د خوګياڼيو ولسوالي د طالبانو څخه بيرته و نيول سوه
۱۳۸۹ آبان ۱۰, دوشنبهد غزني د والي وياند د دويچه ويله سره په يو تليفوني تماس کي وويل چي وسله والو طالبانو تيره نيمه شپه پر خوګياڼيو ولسوالۍ حمله کړي وه او د ولسوالۍ ودانۍ يي سوځولې ده.
د طالبانو يو تن چي ځان ذبيح الله مجاهد او وياند بولي په کابل کي دويچه ويله ته له يوه ناڅرګند ځاي څخه د ټليفون په کرښه وويل چي ولسوالۍ يي څو ساعته په ولکه کي وه، پکښي شته پوليس ځيني وژل سوي او ځيني دوی له ځان سره ژوندي بيولي دي.
دغه ادعا د غزني چارواکي نه رد او نه يې هم تايدولای سي.
خوګياڼي هغه ولسوالۍ ده چي تر ډيره بريده پکښي حکومتي فعاليتونه ډير پڅ دي او پکښي تيري پارلماني ټاکني هم د امنيتي ستزونو له امله ندي تر سره سوي.
د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير دويچه ويله ته د طالبانو له لوري د ولسوالۍ د ودانۍ دسوځيدو خبره ومنله او ويې ويل چي حکومتي ځواکونه نن سهار بيرته په ولسوالۍ ور ننوتل.
د جهانګير په وينا دوی د هغو پوليس سرتيرو د مرګ او ژوند په اړه څه نسي ويلای خو په اړه يې څېړني پيل سوي دي.
د غزني د والي وياند دا هم ومنله چي طالبانو يو نيم ساعت ولسوالي په خپله ولکه کي نيولي وه خو کله چي سهار وختي د ملي پوليسو او ملي پوځ تازه دمي سرتيري سيمي ته ورسيدل طالبانو په تيښته بريالي سول.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وويل چي دوی د پوليسو پينځه رنجر موټرونه، شپاړس ميله روسي کلاشينکوفونه، يو هاوان او يوه ماشينګڼه له ځان سره وړي دي.
د غزني چارواکي دغه ادعا له ځينو برخو سره موافق دي.
خوګياڼي ولسوالۍ د غزني ښار لويدځ لوري ته په ۲۵ کيلومترۍ کي پرته ده چي وخت ناوخت ترينه د نا کراريو رپوټونه را رسيږي.
ويل کيږي چي پر ولسوالۍ د بريد پر مهال امنيه قوماندان په ولسوالۍ کي نه وو.
امنيه قوماندان محمد ياسين شيبه دمخه د غزني له ښار څخه د طالبانو او پوليسو د برخورد پخلي وکړ خو په زياتو جزياتو يي خپله بې خبري څرګنده کړه.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل