1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د خرسون والی: له ۴۰ ډير ښارګوټي مو بیرته نيولي دي

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

د اوکراین د خرسون والي، ديميترو باتري د دوشنبې په ورځ د اګست لومړۍ نيټه وويل چې اوکرايني ځواکونو په سیمه کې له روسي ځواکونو څخه ۴۶ د هستوګنې سېمې یا ښارګوټي بیرته نيولي دي.

https://p.dw.com/p/4EyVM
Ukraine-Krieg - Skadovsk
په خرسون ښار کې روسي عسکر - د آرشیف انځورانځور: picture alliance/dpa/AP

د فرانسې خبري آژانس په حواله، والي د اوکراین ملي تلويزیون ته وويل چې ډیری نیول شوې سیمې د خرسون شمال او يو څه نورې بیا په جنوبي سیمه مایکولایف کې پرتې دي. مایکولایب تورې بحیرې ته نژدې پرته سیمه ده چې د والي په وینا سخته بمباري شوې ده.

هغه زیاته کړه چې بیرته نیول شوي ښارګوټي «۹۰ په سلو کې تخریب شوي او نن هم په کې په دوامدره توګه ګولۍ وريږي.»

د خرسون والې په سیمه کې بشري وضعیت ډير «خطرناک» وښود او یو ځل بیا ېې په امن توګه د هغو افرادو پر ایستلو ټينګار وکړ چې لا هم هلته بند پاته دي.