د خامو تيلو د لږ توليد سره سره د تيلو بيي نوري هم راکښته سوي
۱۳۸۷ آبان ۶, دوشنبهپه نيويارک کي د معديني تيلود يوه بېرل بيه د 108 ډالرو څخه63.07 ډالرو ته راټيټ سوی دی. د معدني تيلو رالوېدونکو قيمتونو ته په کتلو سره اوپک تيره اونۍ غونډه درلوده. اوپک د جمعې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړه چي دوی به د تيلورايستلو په ورځني مقدار کي يونيم ملين بېلره کمښت راولي او پدې توګه به ددغي ټولني د غړو هيوادونو ګډ ورځنی توليد 27.3 مليونو بېلرو ته راټيټ سي. اوپک هوډ څرګند کړی و چي د راتلونکي مېلادي مياشتي نوامبر په پيل کي به دغه پرېکړه عملي کوي.
د نړيوال اقتصادي بحران د رامنځ ته کېدو سره سم په نړيواله کچه د معدني تيلو په کارونه او غوښتنه کي کمښت راغلی،چي ددې سبب وګرځېدی چي د معدني تيلو قيمتونه هم را ولوېدل.
که له يوې خوا بعضي کارپوهان د اوپک پر دغه تګلاره سختي نيوکي کوي او وايي چي اوپک غواړي په ناسمه لاره د تيلو قيمتونه جګ کړي نو له بلي خوا بيا د اوپک د غړي هيواد ايران يو استازی محمد علي خاطيبي په يوه تلويزوني مرکه کي ويلي دي، چي که د جمعې د ورځي پرېکړه د تيلو قيمتونه سم نه کړي نو دوی به نوري غونډ هم وکړي او د تيلو توليد به نور را کم کړي.
د اوپک غړي هيوادونو په پام کي لري چي د مېلادي مياشتي دسامبر په اولسمه نېټه د الجزاير په اوران ښارکي غونډه جوړه کړي.
ځني کارپوهان او څارونکي وايي چي د نړيوال بحران موضوع ډېره جدي ده چي له وجي يې د تيلو قيمتونه هم راټيټ سوي دي. دغه کارپوهان وايي چي د اوپک هیوادونو تګلاره و نړيوال اقتصادي بحران ته سم ځواب ندی. کارپوهان وايي چي ښايي يوازي د توليد په راټيټولو سره د اوپک هيوادونه پدې ونه توانيږي چي د تيلو قيمتونه برقراره وساتي.
د جمعې د ورځي په خپله غونډ ه کي اوپک دا هم ويلي وه چي داسي وړاند ويني سوي دي چي د روان نړيوال اقتصادي بحران له وجي به د انرژي او په زیاته بيا د تيلو غوښتنه نوره لا کمه سي. د يادونې وړده چي د تيلو ورادوونکو هيوادونو اوپک د تيلو مجموعي توليد د نړيوال توليد په سلو کي څلوېښتمه برخه جوړوي.
دتيلودقيمت سره د نورو شيانو قيمتونه هم تړلي وي.په زياته بياپه مسکينو هيوادونوکي د خوراکي توکواونوروشيانوقيمتونه دتيلود قيمت دجګيدو سره جګيږي. زیات کارپوهان د تيلو پر شرکتونو او دبعضي شاته پاته هيوادونو پر دولتونونيوکي کوي چي دوی په خپل هيواد کي د تيلو قيمت زيات کړي کله چي په نړيواله توګه د تيلو قيمت زيات سي. خو کله چي د تيلو قيمت راټيټ سي نو دغه دولتونه د تيلو په قيمت کي کمښت نه راولي کوم چي ددې سبب ګرځي چي پدغو هيوادونو کي د خوراکي توکو قيمتونه د کمېدو پر ځای لا جګيږي.