د خارجيانو په اړوند د OECD نوې خېړنه: د شلو کلو راهيسي عين حالت
۱۳۸۸ تیر ۱۰, چهارشنبهخو په اروپا کښي د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان OECD کارپوهان وايي چه اوس به دغه حالت تغير وخوري . ددغه سازمان په تازه رپوټ کښي راغلي دي چه تر ۸۰ يمو کلو وروسته به د اولي پلا دپاره د کار په بازار کښي د خارجيانو ونډه او سهم په واضح ډول راکم سي . چه د هغه علت په ټوله دنيا کي اقتصادي او مالي بحران دی .
د OECD کارپوه توماس ليبيش وايي چه که څه هم د جرمني دکار په بازار کښي خارجيان دنورو هيوادو په مقايسه ډير رول نلري ،خو بيا هم خارجيان او مهاجرين په جرمني کښي دغه بحران احساسوي . دی وايي ،
O-Ton
« جرمني د اقتصادي بحران دمخه هم د کار په بازارو کښي ډير خارجيان نه درلودل ،خو په جرمني کښي بيا هم خارجيان او مهاجرين پخپله د جرمنيانو په نسبت د ډيري بيکارۍ سره مخامخ دي . دوی د جرمنيانو په نسبت دوه چنده بيکاره سوي دي . »
خارجيان او مهاجرين اصلأ د پخوا څخه د جرمني د کار په بازار کښي د بيکارۍ سره مخامخ وه ،خو په نورو هيوادو کښي دغه بيکاري د اقتصادي بحران په جريان کښي رامنځته سوې ده .
د OECD وروستی تازه رپوټ په خارجيانو او مهاجرينو کښي د ډيري بيکارۍ اندازه ښيي . مثلأ په هسپانيه او آيرلنډ کښي . هلته د اقتصادي بحران راهيسي خارجيانيان دوه چنده بيکاره سوي دي . يو علت يې دادی چه خارجيان زيادتره په هغو برانچو او برخو کښي کار کوي ،چه ډير د اقتصادي بحران سره مخامخ دي ،لکه مثلأ په ساختماني برخه ،ټوريسم او هوټل دارۍ کښي .
ددوی کارونه اکثرأ نامطمينه او د لنډي مودې دپاره وي . د OECD کارپوهان ددې بيره لري چه خارجيان به په طويل المدت کي هم د بيکارۍ سره مخامخ وي ،او د اقتصادي بحران قربانيان به وي .
دوی د OECD دولتو ته مشوره ورکوي ،چه ددغه کار د مخنيوي دپاره تدابير ونيسي . توماس بيا وايي ،
O-Ton
« دا ښکاره ده چه داقتصادي بحران په وخت کي ټولني ته د خارجيانو او مهاجرينو د ورګډيدو موضوع اصلي موضوع پاتيږي . بايد سړی د هغه په خاطر اقتصادي امکانات هم ډير کي ،ځکه چه د خارجيانو او مهاجرينو دپاره دا ډيره سخته ده چه د اقتصادي ودي څخه دي ګټه واخلي . »
په مشخص ډول دا دامعنی لري چه بايد حکومتونه د مهاجرينو او خارجيانو دپاره د هغوی د سويې د لوړولو په خاطر ګامونه پورته کي ،او پيسې مصرف کي . يعني د هغوی د مسلکي پوهي او ژبي د زده کولو دپاره کورسونه جوړ کي .
OECD خپلو غړو هيوادو ته د خارجيانو او مهاجرينو د انزوأ څخه خبرداري ورکوي ،او وايي چه هغه داسي يو شی ندی چه په خپل طبيعت يې هري خواته وګرزوي . دداسي تدابيرو وضع کول ،لکه دخارجيانو او مهاجرينو نه قبلول يو غلط زيګنال دی ،د مهاجرينو او خارجيانو سياست يوه طويل المدته ستراتيژي غواړي .