د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند ادعا کوي چې افغان حکومت ورسره د سولې پر شوو يو لړ توافقاتو باندې عمل نه دی کړی. د دغې ادعا سره جوخت بیا د افغانستان د مصالحې عالي شورا يو غړی وايي چې حکومت د حزب اسلامي ګوند سره پر شوو ډيرو ژمنو باندې عمل کړی دی، کوم چې دغه ګوند يې بيا ردوي. حزب اسلامي وايي د حکومت دغه ډول چلند به سبب شي چې طالبان هم پر حکومت باور ونکړي. د لا ډير تفصيل له پاره رپوټ وګورئ: