1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د حفتر ملیشو د ترکیې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبه

د جنګسالار خلیفه حفتر وفاداره ملیشو ویلي دي چې د لیبیا یوازیني ملکي فعاله هوایي ډګر ته څیرمه یې یوه ترکۍ بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. تر دې دمخه ترکیې د دغې ډلې پر وړاندې د برید ګواښ کړی وو.

https://p.dw.com/p/3LOJC
Auseinandersetzungen zwischen Haftars Streitkräften und der libyschen Regierung in Tripolis
انځور: Reuters/E. Al-Fetori

په لیبیا کې د جنګسالار خلیفه حفتر د «لیبیا ملي پوځ» د یکشنبې په ورځ ادعا کړې ده چې طرابلس کې یې هوایي ډګر ته څیرمه د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. دغه بې پیلوټه الوتکه په داسې وخت کې ویشتل کیږي چې د انقرې او طرابلس تر منځ اړیکي مخ پر ترینګلي کیدو دي.

د لیبیا »ملي پوځ« دا هم ویلي دي چې د میتیګا پر نړیوال هوایي ډګر باندې یې برید هم کړی دی. دغه هوایي ډګر اوسمهال په لیبیا کې یوازینی ملکي هوایي ډګر دی چې فعاله دی.

د هوایي ډګر چارواکو ویلي دي چې «تر بلې خبرتیا پورې» ټولې الوتنې ځنډول شوي دي.

د یکشنبې په ورځ ترکیې د حفتر د ملیشو له خوا د شپږو ترکي اتباعو پر نیولو باندې سخت انتقاد کړی وو او دغه څه یې یوه درغلتیا بللې وه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چي که چیري لارۍ پرې نه ښودل شي نو د حفتر ځواکونه به د «مشروع برید هدف» وګرځي.

د حفتر او ترکیې ترمنځ ناندرۍ

په ۸۰مه لسیزه کې د لیبیا د پخواني دیکتاتور معمرالقذافي له لوري تر ګوښه کیدو پورې حفتر په جګپوړو پوځي قوماندانانو کې شمیرل کیدی. بیا وروسته هغه د سي آی اې د ملاتړه برخمن اپوزیسیون برخه وګرځید او په ۲۰۱۱م کال کې د قذافي تر مرګه وروسته بیرته لیبیا ته ستون شو. حفتر اوسمهال په طبرق کې مېشت پارلمان ملاتړی دی، چې د لیبیا د دوو سیالي کوونکو حکومتونو څخه یو دی.

Libyen Khalifa Haftar LNA Poster
انځور: Getty Images/AFP/A. Doma

په داسې حال کې چې دغه قوماندان ادعا کوي چې هدف یې له ترهګرو څخه د هیواد تصفیه کول دي، خو د هغه مخالفین بیا ادعا کوي چې هغه په اصل کې په دې هڅه کې دی چې ځان قذافي ته ورته د یوه ځواکمن کس په توګه واړوي.

د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې د حفتر ملیشو بریدونه پیل کړل، څو د ملي توافق حکومت ته وفاداره ځواکونو څخه پلازمېنه طرابلس ونیسي. خو له هغه وخته راهیسې دغه برید له خنډونو سره مخامخ او په وروستیو کې ترکیې دا ومنله چې هیواد یې د ملي توافق حکومت ته وسلې ورکوي.

ترکیې له بریدونو څخه خبرداری ورکړی

د تیرې جمعې په ورځ د حفتر د لیبیا ملي نومي پوځ خپلو ځواکونو ته د ترکیې کښتۍ او الوتکې «د مشروع هدفونو» په توګه اعلان کړې او ترکیې ته یې پر الوتنو بندیز وضع کړ. هغه چارواکي چې له دغه پوځي قوماندان سره متحد دي له ترکي اتباعو وغوښتل چې ترکیه پریږدي، د ترکیې پر صادراتو یې بندیز وضع کړ او ټول وزیران، دولتي تأسیساتو او بانکونه یې له ترکي شرکتونو سره له معاملو راوګرځول.

د یکشنبې په ورځ وختي د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي آکار، د ترکیې او د هغې د شمتنیو پر ضد د هر ډول برید پر وړاندې د تر ټولو اغیزمن او سخت ډول غچ اخیستنې ګواښ وکړ.

دغه خبرداری د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې څخه جلا وو چې د حفتر د ملیشو له خوا د شپږو ترکي وګړو د نیول کیدو ادعا پکې شوې وه او اوس د حفتر ملیشو د ترکیې د یوې بې پيلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا کړې ده.

dj/aw sr/nz (Reuters, AP, AFP)