1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حج زیارت کونکو لومړنۍ ډله سعودي ته ورسيده

۱۴۰۱ خرداد ۱۴, شنبه

سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه د زیارت کونکو لومړنۍ ډله د سعودي عربستان مکې ښار ته رسیدلې ده. رياض د کرونا وبا له کبله تر دوه کلن ځنډ وروسته سږکال د یو میلیون زيارت کونکو د کوربتوب اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4CHeZ
Saudi-Arabien  | Hadsch Pilgertfahrt nach Mekka
د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/K. Al-Haj

د سږکال حج فریضې ادا کولو په مقصد د زیارت کونکو لومړنۍ ډله د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جون ۴مه) له اندونیزیا هیواد څخه سعودي عربستان ته ورسیده. د سعودي عربستان حکومتي چارواکي وايي چې د دوی حامل الوتکه په مدينې ښار کې ناسته کړې ده. ټاکل شوې چې دغه ډله کسان به په راتلونکو اونیو کې د مکې ښار پر لوري ولاړ شي څو د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي.

د سعودي عربستان د حج وزارت یوه چارواکي محمد بن البجاوي د سعودي حکومتي چينل الاخباريه ته وويل: «موږ نن د سږ کال حج زیارت کونکو لومړنی ډله له اندونيزیا څخه ترلاسه کړه او له مالیزیا او هندوستان څخه به پروازونه ادامه ولري.»

دغه چارواکي زیاته کړه: «موږ خوښ يو چې نن د کرونا وبا له کبله تر دوه کلنې وقفې وروسته له بهر څخه د خدای ميلمانه لرو.»

حج کول، د اسلام دين له پنځو ارکانو څخه یو رکن (پنځم رکن) دی چې ترسره کول ېې په شرایطو باندې برابر مسلمان له پاره په ټول عمر کې يو ځل فرض دی. له افغانستان څخه هم سږکال په زرونو کسان د حج فریضې ادا کولو له پاره سعودي عربستان ته ځي.

د طالبانو حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت په دې هکله ويلي دي چي سږکال به څه د پاسه ۱۳۵۰۰ کسان د حج د فریضې ادا کولو له پاره له افغانستان څخه سعودي عربستان ته انتقال سي.

د حج مراسم په نړۍ کې د تر ټولو سترو مذهبي مراسمو څخه یو دی. د ۲۰۱۹م کال د حج په مراسمو کې شاوخوا دوه نیم ميلیونه مسلمانونو ګډون کړی وو. خو په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له کبله د لګيدلو محدودیتونو له کبله، د سعودي عربستان چارواکو په مراسمو کې يوازې د ۱۰۰۰ کسانو د ګډون اعلان وکړ. تير کال بيا دغه شمیر ۶۰ زرو ته پورته شو. په دغه پروګرام کې د سعودي عربستان اتباع او اوسیدونکي د قرعې له لارې انتخابیدل او شرط يې دا وو چې دغو افرادو باید د کرونا بشپړ واکسينونه اخیستلي وي.