د حج سږني مراسم
په ډېرو اسلامي هیوادونو کې د سه شنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. د کرونا وبا له کبله د اختر لمانځل د نورو وختونو په پرتله له محدودیتونو سره مل دی.
کعبه شريفه
نور کلونه پر کعبې ډېرو مسلمانانو طواف کاوه، خو سږ کال د زیارت کوونکو شمیر محدود وو. د سعودي عربستان چارواکو د کرونا له کبله سږ کال د حج د فریضې ادا کوونکو شمیر ۶۰ زره کسانو پورې محدود کړی وو. یوازې هغو کسانو ته په حج کې د ګډون اجازه وه چې په سعودي عربستان کې استوګن ول.
د پاکۍ چارې
حج د اسلام له مهمو ارکانو څخه دی، چې هر کال په سلونو زره مسلمانان دغه فریضه ادا کوي. د حج مراسمو تر پیلیدو دمخه د کعبې شریفي شا او خوا په اساسي ډول پریمنځل شوه.
د ویروس د خپریدو د مخنیوي اړونده مقررات
دا اوس د معمول خبره ګرځیدلې ده چې د کرونا وبا اړونده ایمني مقررات مراعات شي. زیارت کوونکي د کرونا ویروس پر وړاندې پر نورو سربیره په ماسک اغوستو سره ځان مجهزوي. یوازې هغو کسانو ته په حج کې د ګډون اجازه وه چې د واکسین ټول دوزه یې تطبیق کړي ول، چې تر اوسه د سعودي عربستان یوازې ۱۲ سلنه وګړي په بشپړ ډول واکسین شوي.
قرباني
د حج په اوج کې په اسلامي هیوادونو کې قرباني کیږي. دغه انځور په نایجیریا کې اخیستل شوی چې یو کس د قربانۍ له پاره څاروی اخیستی.
د سره ښکر سمبولیک
په دې انځور کې په بنګله دیش کې د څارویو یو پلورونکی د غوایانو ښکرونه په سره رنګ رنګوي. سور رنګ له قربانۍ سره تړاو لري. خو دغه څه د څارویو د پالني سمبولیکه بڼه نه لري، بلکې د اختر په ورځ ذبحه کیږي.
دغه انځور د ترکیې د ادیمان ښار دی چیرې چې یو څاروی په دودیز ډول ذبح شوی دی. په ځینو اروپايي هیوادونو کې له بې هوښۍ پرته د څارویو حلالول یوه شخړه ایزه موضوع ده. د بیلګې په توګه په آلمان کې یوازې هغه وخت څاروی حلالیدی شي چې دمخه بې هوښه شوی وي.
د خوښیو جشن
لوی اختر چې د قربانۍ اختر هم ورته ویل کیږي، تر هر څه زیات د کوچنیانو، ځوانانو، زړو او کورنیو له پاره د خوښیو جشن دی.