د جګړې او ویجاړیو تر سیوري لاندې ښوونځي ته تګ
په منځني ختیځ کې د جګړه ځپلو هیوادونو په میلیونونو زده کوونکو له کلونو راهیسې د ټولګي آرامه فضاء نه ده تجربه کړې. ډیري ښوونځي په کنډرو بدل شوي دي. خو زده کونکي په همدې وضعیت کې غیر حاضري نه کوي.
د یمن په جګړه ځپلي ښار حدیده کې د ښوونځي د یوه ټولګې منظر. د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه پوځي ائتلاف د جنګي الوتکو د هوایې بمبارۍ په پایله کې د ټولګي د دیوالونو یوه لویه برخه ویجاړه شوې ده. خو دغه ویجاړۍ د دې سبب نه دي ګرځیدلي چې په ټولګیو کې د زده کوونکو نجونو موجودیت ختم کړي.
سوریه یو بل جګړه ځپلې هیواد دی چې په میلیونونو انسانان په کې وژل شوي او یا هم نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. یو شمیر زده کوونکي د یاغیانو تر کنترول لاندې درعا سیمي په یوه ګودام کې پر زده کړو مشغوله دي.
سره له دې چې د بشارالاسد ملاتړي هیوادونه ایران او روسیه له هغو یاغیانو سره چې د ترکیې له خوا یې ملاتړ کیږي د روان کال په دوبي کې د سوریې په غوطه سیمه کې د امنې سیمې په رامنځته کولو موافقې ته رسیدلي دي، خو په وار وار له دغه تړون څخه سرغړونه شوې ده. دا د غوطه په ختیځ کې په یو کلي کې د یوه ښوونځي هغه ټولګی دی چې پخوا په کې زده کونکو زده کړې کولې، خو اوس په کنډر بدل شوی دی.
د دغه ښوونځي زده کونکي د درعا په سیمه کې چې د یاغیانو تر کنترول لاندې ده په ډیرو کمو امکاناتو سره خپلې زده کړې جاري ساتلي دي. سره له دې چې نړیواله ټولنه لږ تر لږه د کاغذ پر مخ موافقې ته رسیدلې چې کوښښ به وکړي د سوریې ماشومان په یو ورک شوي نسل بدل نه شي او له زده کړو بی برخې پاتې نه شي، خو په عمل کې دغه کړکیچن وضعیت د ماشومانو زده کړې ستونزمنې او آن ناممکنه کړي دي.
د رقې په شمال حزیمه کې د ښوونځي دیوالونه په ډزو سوري سوري شوي دي. کله چې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې په ۲۰۱۴ م کال کې د سوریې د شمال په ډیرو برخو تر کنترول ترلاسه کړ، دغه ښوونځی او ډیر شمیر نور ښوونځي یې رخصت کړل. له دغې سیمې څخه د داعش تر وتلو وروسته یو وار بیا د زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې.
د حلب په ختیځ کې د سفلانیه کلي په یوه ویجاړ شوي ښوونځي کې زده کونکي په تفریح کې د ښوونځي په انګړ کې لوبې کوي. ډیری دغو ماشومانو نوموړی ښوونځي په جوړ حالت کې نه دی لیدلی، ځکه په هغه وخت کې یا خو زیږدلي نه وو او یا یې عمر ښوونځي ته د تلو نه وو.