د جي شل په غونډه کي د دوامداره ودي په اړه لاري چاري لټول کیږي
۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبهاعلان
د جي شل په نامه غونډه کي د څه د پاسه ۱۰۰ په شاوخواکي دولتي او حکومتي مشران خپلو مشوروته ادامه ورکوي. د ملګرو ملتو عمومي منشي بانکي مون د دغي درې ورځنۍ غونډي په هکله امیدواري ښکاره کړه چي د دوامداره ودي او په غربیو هیوادونو کي د نوې کوونکي انرژي څخه د استفادې په اړه به تاریخي لاس ته راوړني ولرو. ده زیاته کړه چي د مځکي په اړه هغه غونډي راهیسي چی شل کاله مخکي په ریو کي جوړه سوې وه ، کرار کرار د چاپېریال ساتنی په اړه پر مختګونه راغلي دي. خو مرستندویو ټولنو او د چاپیریال ساتني پلویانو په دې اړه ځانونه ناراضه و ښوول.