1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جولیان اسانج د روغتیایي وضعیت په هکله اندیښنې

۱۳۹۸ آذر ۴, دوشنبه

د ویکي لیکس د بنسټ ایښودونکي روغتیایي وضعیت ډیر خراب دی. دغه خبره ۶۰ ډاکټرانو په یوه پرانیستي لیک کې کړې ده. هغوی اندیښنه ښوولې چې که درملنه یې ونه شي ښایي آسانج به په زندان کې ومري.

https://p.dw.com/p/3Tevw
Julian Assange
انځور: Getty Images/AFP/D. Leal-Olivas

۴۸ کلن آسانج اوسمهال په بریتانیا کې په هغه یوه زندان کې ورځې شپې سبا کوي چې کلک امنیتي تدابیر پکې نافذ دي. آسانج اوس هم امریکا متحده ایالاتو ته د ده د ورسپارلو پر ضد مبارزه کوي. په پام کې ده چې په دې تړاو لومړنۍ استماعیه غونډه په فبروري کې پېل شي.

روغتون ته د لیږلو غوښتنه

د بریتانیې له کورنیو چارو وزیرې پریټي پټیل څخه ۶۰ ډاکټرانو په یوه لیک کې غوښتي دي چې آسانج دې د لندن په سویل ختیځ کې د بیلمارش زندان څخه یوه روغتون ته انتقال شي. د ډاکټرانو په وینا آسانج رواني ستونزي لري چې د ډیپریشن یا ژور خفګان سربیره ځینې ناروغۍ هم لري.

پر دې سربیره ډاکټران د ملګرو ملتونو د شکنجې اړونده چارو د ځانګړي رپوټ ورکوونکي نیلس میلز د نومبر میاشتې لومړۍ نیټې رپوټ ته هم اشاره کوي، چې د آسانج د خراب وضعیت یادونه په کې شوې وه.

د پوځي پلانونو عامه حضور ته راایستل

آسانج د ویکي لیکس د افشا کوونکي انټرنیټ پاڼې له لارې په افغانستان او عراق کې د امریکا متحده ایالاتو د بمباریو د پلانونو په هکله مخفي پوځي او دیپلوماتیکي دوسیې عامه محضر ته وړاندې کړې. په همدې وجه د آسانج پر ضد په متحده ایالاتو کې د جاسوسۍ ضد قانون څخه د سرغړونې له کبله د اقامې دعوا شوې ده. آسانج د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی دی.

څو کاله آسانج د جنسي تیریو له تور سره هم مخامخ وو. خو د سویس عدلیې یوه اوونۍ تر مخه دغه قضیه ودروله. په ستاکهولم کې تحقیق کوونکي ویلي وو چې دوی د ۲۰۱۰م کال جنسي تیرې د یوې ادعا په هکله څیړنې دروي، که څه هم دوی د دعوا کوونکي ادعا «د باور وړ» ګڼي.

هغه ډاکټران چې په یوه پرانیستي لیک کې یې د آسانج روغتیایي وضعیت خراب ارزولی، له بیلا بیلو هیوادونو سره تړاو لري. د دغه لیک په لاسلیک کوونکو کې د متحده ایالاتو، آسترالیا، بریتانیې، سویډن، ایټالیا، آلمان، سریلانکا او پولنډ هیوادونو ډاکټران شامل دي.