د افغانستان جګړه؛ بریتانیا د جرمونو نړیوالې محکمې ملاتړ کوي
۱۳۹۹ خرداد ۲۵, یکشنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې پر ۱۳مه نیټه) بریتانیا وویل چې د جرمونو نړیواله محکه یا (آی. سي. سي) باید له بندیزونو پرته، په خپلواکه توګه د کار کولو وړتیا ولري. دوه ورځې وړاندې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د یادې نړیوالې محکمې له لوري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو د پلټڼې په ځواب کې د دغې محکمې پر یو شمیر کارمندانونو اقتصادي او د سفر بندیزونه وضع کړل.
د ولسمشر ترمپ د دریځ برعکس بریتانیا بیا د یادې محکمې ملاتړ اعلان کړی دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب وویل: «بریتانیا د بدو نړیوالو جنګي جرمونو څخه د تیښتې په برخه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د مبارزې کلک ملاتړ کوي.»
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز زیاته کړې: «موږ به د [جرمونو د نړیوالې] محکمې د مثبتو اصلاحاتو ملاتړ وکړو ترڅو دغه محکمه د امکان تر حده پورې په اغیزمنه توګه فعالیت وکړي. د جرمونو د نړیوالې محکمې چارواکي باید د دې امکانات ولري چې خپل کارونه په بې پرې او د بندیزونو له ویرې پرته په خپلواکه توګه ترسره کړي.»
د جرمونو پر نړیوالې محکمې باندې د امریکا متحده ایالاتو دغه بندیزونه چې ولسمشر ترمپ هم تائید کړي دي، د یادې نړیوالې محکمې هغه کارمندان په نخښه کوي چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو احتمالي جنګي جرمونه وپلټي.