1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني څخه تقریبأ ۹۵۰۰ مهاجر اخراج سوي

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

د همدې عیسوي کال د جنورۍ میاشتي څخه تر سپټمبر پوري تقریبأ ۹۵۰۰ مهاجر د جرمني څخه اخراج سوي دي.

https://p.dw.com/p/4JQT9
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

دغه خبره د داخله وزارت څخه په پارلمان کي د چپي گوند د فراکسیون د یوې پوښتني څخه معلومه سوې ده. 
تر ټولو ډیر کسان د بالکان هیوادونو، شمالي مقدونیې، البانیا او صربستان  ته اخراج سوي، چي هر یوه ته تر ۶۰۰ کسانو اضافه وه. د همدغه وزارت په حواله تقریبأ ۶۰۰ نور مهاجر هم گرجستان ته اخراج سوي دي. دا اکثرأ هغه کسان دي، چي مخکي تر دې چي جرمني ته راسي، په دغو هیوادونو کي یې اول د پناه غوښتنه ورکړې وه.

تر جرمني وروسته بیا په یوې مشخصي فاصلې سره د هسپانیې، فرانسې، پولینډ ، اطریش او ایټالیې څخه مهاجر اخراج سوي دی.