د جرمني پارلمان د آواکس په الوتکو کښي د ګډون فيصله وکړل
۱۳۸۸ تیر ۱۲, جمعهپرون دجرمني پارلمان فيصله وکړل چه افغانستان ته د آواکس اکتشافي الوتکي واستوي . اواوس به نو ناټو افغانستان ته 4 آواکس اکتشافي الوتکي ،او100 آلماني پوځيان واستوي .
د څو ورځو راهيسي د جرمني د آخن ښار ته نژدې دګايلن کيرشن په ښار کښي دپورتنيو الوتکو دماموريت دپاره په افغانستان کې تياری نيول کيږي .
دغه طيارې به په يوه ټاکلي وخت کښي په مسلسل ډول دافغانستان هوايي لاري کنترولوي . آواکس اکتشافي الوتکي د حساسو رادارو په درلودلو سره مشهوري دي .
ناټو 17 دغه ډول الوتکي لري ، چه څلور يا پنځه يې په اوس وخت کښي د ترکيې په کونيا کښي ځای پر ځای کيږي ، او داسي ښکاري چه د همدغه ځای څخه به هغه بيا دافغانستان هوايي لاري څاري .
پدغو طياروکښي به الماني پوځيان هم ناست وي . يو ددغو پوځيانو څخه ډګروال راين هارډ مک دی .
دی وايي ، « موږ په دغه ماموريت کښي برخه اخلو، تر څو د سولي د پروسې ملاتړ وکړو . هر څوک بايد پوه سی چي موږ هلته د جنګ دپاره نه ځو ، بلکه موږ بايد د خپلو پوځيانو ملا وتړو ، او دا کوښښ وکړو چي ډيري ناخوالي رامنځ ته نسي . هڅه به مو داوي چې کامل امنيت ډاډ من کړو. »
دجرمني د ګايلن کيرشن په سيمه کې 500 پوځيان ځای پر ځای دي . ددغو پوځيانو يو پر لسمه به په نژدې وخت کښي په افغانستان کښي په خدمت پيل وکړي .
اصلأ په خارج کښي پوځي عمليات دډيري مودې راهيسي د پوځيانو په منځ کښي يوه ډيره د جر وبحث موضوع ده ، هغه يوازي د پوځيانو په قشلو کي په خاص ډول د جر وبحث موضوع نه ، بلکه د پوځيانو په کورنيو کي هم خورا ګرمه موضوع ګرځيدلې ده .
39 کلن بيرنډ ويلنګ چه د بوزنيا په جګړه کښي يې هم برخه درلودل ´; وايي ،« طبيعي خبره ده چي دا يو عجيب او غريب احساس دي . زما کوچنيان د اولي پلا د پاره دداسي يو واقعيت سره مخا مخ کيږي ، کله چه دوی په کور کښي د افغانستان په اړه خبرونه ګوري او يا يې اوري ، نو دا د نورو کوچنيانو په مقايسه ددوی دپاره يو نورمال حالت ندی . »
بيرنډويلنګ داواکس په طياروکښي د مخابره چي وظيفه پرغاړه لري . دآواکس د عملې د 17 پوځيانو څخه يو پر دريمه يې الماني پوځيان دي . دغه الوتکي به د لسو زرو مترو په جګوالي (ارتفاع ) سره د افغانستان په فضا کې تګ راتګ کوي . هغه به کوښښ کوي چه د افغانستان په غرنيو سيمو کي خپلي الوتني تر سره کړي .
آواکس کولی سي په هوا کښي د خپلو الوتنو پر وخت تر 400 کيلومترو پوري ساحه ترڅارني لاندي ونيسي.که څه هم دآواکس عمله په مځکه کښي په مخامخ جنګ کښي شامل ندي ، خو ددوی ماموريت د خطر څخه خالي هم ندی .
وينکيرت/ ګرديوال
کتونکي : محمد قاسم نوري