1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني ایالتونو مهاجرو ته د تاديه کارت پرمعیارونو تفاهم وکړ

۱۴۰۲ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د جرمني ایالتونو، پناه غوښتونکو ته د تاديې کارت د ورکولو پر معیارونو تفاهم وکړ. په دې ډول به په راتلونکي کی پناه غوښتونکي د گډو معیارونو له مخي د خپلو دولتي مرستو یوه برخه د نغدو پیسو پرځای په کارت کي کریډت ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/4bsIX
Deutschland Suhl 2020 | Erstaufnahmeeinrichtung des Landes Thüringen
انځور: Bodo Schackow/dpa/picture alliance

لکه څنگه چي د هیسن ايالت د لومړي وزير دفتر د چهارشنبې په ورځ په ویسباډن کي د ایالتي لومړي وزيرانو په کنفرانس کي اعلان وکړ، له ۱۶ ایالاتونو څخه ۱۴ یې د مشترکو تدارکاتو کړنلاره خپل هدف گرځوي.

که څه هم دوو ایالاتونو، بایرن او میکلینبورگ فورپومیرن هم د پیسو پرځای د يو ډول تاديې کارت له رواجولو سره موافقه کړې، خو هغوی به ځانگړې لار پر مخ بوزي.

په دې ډول به د گډو معیارونو پر اساس په راتلونکي کي پناه غوښتونکي د خپلو دولتي مرستو یوه برخه د نغدو پیسو پرځای په تاديه کارت کي د کریډت له لاري په لاس راوړي چي د کوپون کار ورکوي.

د تيرکال د نوامبر مياشتي په اوایلو کي لا د ایالتونو لومړي وزيرانو او د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د پیسو ددغه ډول کارت پر رامنځته کیدو موافقه کړې وه.

په دې ډول د ايالتونو لومړي وزيرانو د هیسن ايالت په مشرۍ یوه کاري ډله گوماري، ترڅو د حداقل یو ډول ملي معیارونو په لرلو سره یو موډل رامنځته کړي.

د چهارشنبې په ورځ په هیسن کي دا هم وویل سوه، چي اوس کیدای سي، د خدماتو د ورکولو د پیژندلو له پاره د تدارکاتو پروسه پیل سي.
خبره د دیبیټ د سیستم په لرلو سره د پیسو پر یوه داسي کارت ده چي پرته له اکونټ څخه کار ورکوي. دا کارت د نغدو پیسو د ورکولو ځای نیسي.

په حقیقت کي به پناه غوښتونکي د خپلو مرستو یوه برخه د نغدو پیسو پرځای د کریډت په توگه پر کارت باندي ترلاسه کوي چې په هغه باندي سودا کولای سي، خو نغدي پيسې نسي ترې راايستلای.

د جرمني هر ایالت په خپله پریکړه کوي چي د دغو پیسو اندازه باید څومره وي. همدارنگه د اضافي کړنلارو په هکله هم هر ایالت په خپله پریکړه کوي. خو ددغه ډول کارت تخنیکي امکانات باید په ټول آلمان کي یو ډول وي.

GP/NZ/AG