د ثور کودتا د پلويانو او مخالفينو نظرونه
۱۳۸۹ اردیبهشت ۷, سهشنبهد دغه ګوند له واکمنۍ سره سم د افغانستان په ځينو سيمو کې د واکمن ګوند پرخلاف چې د دولت مشري يې کوله مخالفتونه او پاڅونونه پيل سول. د نوموړي ګوند مشرانو د غوايي پوځې کودتا ته د انقلاب نوم ورکړ او د انقلابي سمښتونو د راوستلو په موخه يې په بيړنۍ توګه اته فرمانونه صادرکړل.
د هغه مهال د خلق ډيموکراتيک ګوند د مشرتابه غړی ببرک شينواری وايي، چې د غوايي د اوومې نېټې پيښه يو پوځي پاڅون ؤ، چي د اردو د ځواکونو لخوا د وخت د رژيم په وړاندې ترسره سو.
ببرک شينواری وايي چې : د سردارمحمد داوود خان دولت په دې تکل وچي د خلق ډيموکراتيک ګوند له پښو وغورځوي نو ځکه ګوند په دې پاڅون لاس پورې کړ.
هغه وايي، چې د غوايي د اوومي نېټې پاڅون يو خپلواک خوځښت و او حفيظ الله امين چي د پوځي پاڅون قومانده ورپه غاړه وه نې غوښتل، چي هان په کابل کي د پخواني شوروي اتحاد سفير له پاڅون څخه خبرسي.
خو په دې هکله د خلق ډيموکراتيک ګوند د واکمنۍ پرخلاف سياسي او پوځي تنظيمونه، چي عملاً د نوموړي ګوند له واکمنيدو څخه وروسته له رژيم سره د مخالفت په سنګرکي ودريدل بيل نظرونه لري. دوی وايي، چي دا يوه خونړۍ کودتا ول، چي د افغانستان پرخلکو وتپل سوه.
محمد نبي جمالي چې د نوموړي ګوند د واکمنۍ پرخلاف د فراه په ولايت کي د يوې وسله والي جبهې د مشرتابه غړی ؤ وايي چې : د غوايي کودتا د افغانستان د خلکو لپاره يوه ويرجنه پيښه وه، چي د خلکو د ارادې پرخلاف رامنځ ته سوه او له بهر څخه يوه صادراتي او پردۍ مفکوره وه.
سياسي کارپوهان هم د غوايي د اوومي نيټې پيښي ته د يوې خونړۍ کودتا په سترګه ګوري. د افغان سياسي کارپوه او د افغان ملت د ګوند د مشرتابه غړی عزيز احمد وايي، چي د خلق ډيموکراتيک ګوند د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ؤ.
د يادوني وړ ده چي له نوموړي پيښي څخه د څه د پاسه درې لسيزو له تيريدو سره سره اوس هم د افغانستان په سياسي او ټولنيز ژوند کي يي اغيزې ليدل کيږي.
انور بری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل