1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د تکميلي غذاګانو ګولۍ هيڅ ډول ګټه نه لري»

۱۳۹۷ شهریور ۱۸, یکشنبه

د يوې طبي څيړنې پايله ښيي چې د تکميلي غذاګانو ګولۍ او کپسولونه نه شي کولای د زړه او مغزي حملو په مخنيوي کې مرسته وکړي. څيړونکو موندلې چې دغه درمل نه يوازې کومه مشخصه ګټه نه لري بلکه کيدای شي د انسان صحت ته ضرر ورسوي.

https://p.dw.com/p/34ZRS
Pills, Pillen, Tabletten, Gesundheit, Health
انځور: picture-alliance/TravelLightart/P. Trummer

د څه باندې دوو میليونو هغو کسانو پر روغتيايي دوسيو چې د تکميلي غذاګانو له درملو يې کار اخيستلی، تر سره شوې څيړنې ښيي چې د دغو درملو استفاده نه شی کولای د زړه او مغزي سکتو ناروغيو پر وړاندې ګټورې پريوزې او حتی کيدای شي مضرې هم وي.

ويتامينونه، معدني املاح ګانې او د اومګا ۳ غوړ اسيدونه چې د تکميلي غذاګانو په توګه عرضه کيږي، د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې خپل کارونکي لري. دا د هغو درملو په کتار کې راځي چې تر ټولو ډير خرڅلاو لري. د تکميلي غذاګانو درمل، په آلمان کې هم په پراخه کچه د لاسرسي وړ دي چې په ۲۰۱۵م کال کې يې د شاوخوا يو مليارد او سل زره يورو په ارزښت فروشات درلودل.

دغه درمل د ګوليو، جوشکي ګوليو، پوډر يا د کپسول په ډول عرضه کيږي. د هغو پر تبليغ پاڼو د دې ادعا کيږي چې د هغو استعمال «د زړه او رګونو پر ناروغيو د اخته کیدو خطر کموي» او يا دا چې «د بدن د دفاعي سيستم په ځواکمنولو سره پر ناروغيو د اخته کيدو خطر کموي.» له همدې امله د دغو درملو کارونکي خوښ دې چې له هغو څخه په استفادې خپلې روغتیا ته ګټه رسوي.

د تکميلي غذاوو پر ځای نور خواړه

خو څيړونکي وايي چې دغه درمل کومه مشخصه ګټه نه لري او کارونکي يې کولای شي هغه پيسې چې پر دغو درملو لګوي، پر ځای يې نور داسې خواړه رانيسي چې تر دې ډيرې ګټې لري.

څيړنو کې موندل شوې ده چې دغه درمل نه شي کولای بدن د قلبي او يا مغزي حملو په څير ناروغيو له خطر څخه وژغوري.

امريکايي څيړونکو په دې اړه د بيرمنګم د آلاباما پوهنتون په کارديولوژي مرکز کې پر ۳۲۴۹ څيړنو چې د ۱۹۷۰ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې ترسره شوي کتنه کړې. په دغې کتنه کې په مجموعي توګه د څه باندې دوه ميلونو هغو کسانو روغتيايي دوسيې شاملې دي چې له تکميلي غذاګانو څخه يې استفاده کړې وه. د دغو څيړنو له منځه ۱۸ يې د معيارونو په پام کې نيولو په دليل، له لوړ علمي ارزښت څخه برخمنې پيژندل شوي دي.

Obstsalat
د طبيعي ويتامينونو او املاح ګانو اغيز د هغو چې د ګوليو او کپسولونو په بڼه په لوړ دوز بسته بندي کيږي توپير لري.انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/AGF-Foto

د آلمان د اعصابو ټولنې رئيس او د آلمان په ايسن ښار کې د آلفريد ګروپ د نورولوژي روغتون پخوانی رئيس پيتر برليټ وايي: «نتيجه دا ده چې له دغو څيړنو څخه هيڅ يوې يې دا نه ده ثابته کړې چې د تکميلي غذاګانو درمل دې داسې ګټې ولري چې هغه دې د ټولو له پاره صدق وکړي.»

په مړينو کې د هيڅ نقش نه لرل

له دې نه علاوه د زړه ناروغۍ له امله د مړينې احتمال هم په هغو کسانو کې چې له دغو تکميلي غذاګانو څخه يې استفاده کړې او هغو کسانو چې استفاده يې نه ده کړې، کوم توپير نه لري. دغه مسئله د زړه او مغزي سکتې په احتمالي مړينو کې هم همدا ډول ده.

د آلمان د نورولوژي ټولنه او د آلمان د مغزي سکتو بنسټ وايي چې په دې کې هم کوم توپير نه دی لیدل شوی چې يو کس د تکميلي غذاګانو له درملو څخه څه وخت کار اخیستلی، عمر يې څومره وو، ښځينه وو که نارينه، سېګرټ يې څکول که نه او يا ورزشکار وو او که نه. دوی وايي د تکميلي غذاګانو درمل هيڅ ډول مشخصه ګټه نه لري.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: