د تيلود بيی د کښته کيدو سره OPEC د ټيلو رايستل کموی
۱۳۸۷ شهریور ۲۱, پنجشنبهدوی پر دې سره يو نه وه چه آيا د تيلو اندازه راکښته سي، تر څو عرضه لږ او قيمتونه ثابت وساتل سي، او که بايد هيڅ کار ونسي، خاصتأ د تيرو میاشتو د خوراکي شيانو د قيمتونو د بې حده لوړيدو په خاطر.
د ایران د تيلو وزير غلام حسين نوزاري د هغو دولتو په سر کي راتلۍ چه ددې څخه يې بيره درلوده ،چه دتيلودبيی دلوړيدوله کبله به ددولت عايدات هم راکم سي. ده وويل:
« ارقام ښکاره کوي، چه ټولي نړۍ ته په پوره اندازه تيل نه رسيږي ، خو د هغو قيمتونه ښکاره کوي ، چه عرضه تر تقاضأ ډيره ده ».
خو بيا سعودي عربستان چه دتيلوصادرونکو هيوادو مهم غړی دی، پدې نظر ؤ، چه هر څه بايد پر خپل حالت پاته سي، او دونه تيل توليد سي ، لکه همدااوس، او هغه هم تر هغو پوری چه قيمتونه نور هم راکښته سي.
خو سعودي عربستان ونسوای کولای خپله غوښتنه عملي کي او بايد د تيلو توليدات راکم سي ، که څه هم هغه په لږ اندازه وي. د OPEC د سازمان رييس او د الجزاير دتيلو وزير وايی چه د تيلو د قيمتو د رالويدو د په نظر کي نيولو سره دا عادي حالت هم دی.
د تيلود بيی د کښته کيدو څخه هغه هيوادونه ډيره بيره لري، چه په تيرو کلو کي يې د تيلو د عايداتو څخه دولتي بودجې لوړي کړي وې، او په هغه کي د کسر څخه بيريږی. په تيرو پنځو کلو کی د تيلوبيی پنځه چنده سوي وې، چه د نړيوالو بازارو رنګارنګ آوازوهم پرهغه باندي اغيز ه کړې وه. د تيلو د بیو بيرته راکميدل د څو اونيو راهيسی مشاهده کيږی.