1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم دروازه ولي تړل سوې وه؟

۱۴۰۲ آذر ۱۵, چهارشنبه

د تورخم پر سرحدي لار د «پاکستان ته ښه راغلاست» د لوحې ځړول د چارشنبه په ورځ د نقليه وسايلو په وړاندي د دغي لاري د بنديدو سبب سول.

https://p.dw.com/p/4ZqdA
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د پاکستان يوه لوړپوړي سرحدي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چي د دغه هيواد چارواکي د چهارشنبې په ورځ د تورخم سرحدي لار پس له هغه د نقليه وسايلو پرمخ وتړله چي »طالبانو د هغې لوحې په وړاندي اعتراض وکړ چي ورباندي ليکلي وه: «پاکستان ته ښه راغلاست».

دغه پاکستاني چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي، ويلي چي د سرحدي لاري تړل د طالبان له خوا سوي چي (له پاکستان څخه) د مهاجرينو د سياست له امله ناراضه دي. د هغه په خبره د دغي لوحې په وړاندي اعتراض يوازي يوه بهانه ده.

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

په ننگرهار کي د طالبانو ادارې د اطلاعاتو رياست مسوول قريشي بدلون، ويلي دي چي دغه سرحدي لار د دې له پاره تړل سوې چي « پاکستاني طرف غوښتل چي د ښه راغلاست يوه لوحه نصب کړي.»

بدلون وويل چي کړکېچ هغه وخت زور واخيست چي پاکستان غوښتل دغه تابلو«د افغانستان په خاوره کي» نصب کړي او داسي گومان کيده چي دغه نښه به د افغانستان په خاوره کي د يوې نوې دروازې د پرانيستلو د بهانې په ډول وکارول سي.

هغه زياته کړه: «د دغي ستونزې د حل له پاره خبري اتري دوام لري.»

د ننگرهار ولايت د والي دفتر هم د دغي سرحدي لار تړل تائيد کړل.

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
په روان کال کی د تورخم دروازه په وار وار سره تړلې سوې دهانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

دواړې خواوې يو پر بل باندي د نقليه وسايلو پرمخ د دغي لاري د تړلو مسووليت اچوي، خو په عين حال کي يې هوکړه کړې چي دغه لار د مسافرو پرمخ پرانيستې پريږدي.

طالبان او پاکستان په دې وروستيو مياشتو کي ستوزمني اړيکي درلودې. اسلام اباد طالبان د هغو شورشيانو پر وړاندي په اقداماتو کي په ناکامۍ تورنوي چي ادعا کوي د افغانستان له خاورې څخه په استفادې سره په پاکستان کي بريدونه کوي. د طالبانو ادارې دغه تورونه رد کړي دي.

اسلام آباد د دغو بريدونو د زياتيدو پر وړاندي د غبرگون په توگه، د هغو افغان کډوالو داخراج پروګرام اعلان کړ چې په خبره يې هلته د اوسېدو اسناد نه لري.

د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخي، له اکتوبر مياشتي راهيسي څه د پاسه ۴۰۰ زره افغانان له پاکستان څخه وتلو ته مجبور سوي او يا هم اخراج سوي دي.

سږکال د تورخم سرحدي لار په وار وار سره وتړل سوه او په ځينو مواردو کي حتي د پاکستان د سرحدي ساتونکو او طالبانو ترمنځ نښتي هم رامنځته سوې.

راستانه شوي کډوال له څه شي شکایت کوي؟

GP/NZ/DW.Dari