1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهجاپان

«د تشناب کاغذ په مرسته د ځوانانو د ځان وژنې د مخنوي هڅه»

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

په جاپان کې د ځوانانو د ځان وژني د مخنیوي په خاطر چارواکو یو ځانګړی میتود ازموېلې دی. د دې کمپاین له پاره له تشناب کاغذ څخه استفاده شوې ده.

https://p.dw.com/p/4JtwT
Japan | Suizidproblem | Unterstützungsbotschaften auf Toilettenpapier
انځور: Yamanashi Prefectural Office/AFP

د ځوانانو د ځان وژنې موارد د جاپان په ټولنه کې پخوانۍ سابقه لري. چارواکي له یوې مودې راهیسې له مختلفو میتودونو څخه په استفادې د دې لويي ستونزې د کنترولولو کوښښ کوي، خو تر اوسه پورې کوم د پام وړې پایلې ته نه دي رسیدلي.

اوس د جاپان په مرکزي برخه کې چارواکو د یوې نوې طریقې څخه په استفادې سره په ځوانانو کې د خودکُشۍ د مخنیوي هڅې پيل کړي دي.

ځان وژنه او تشناب کاغذ؟

په هغو ټولنو کې چې د تشناب کاغذ کارونه عامه ده، هرو مرو پرې د خلکو نظر لیږي. که په تشناب کاغذ یو څه لیکل شوي وي، نو استعمالونکي پرې هرو مرو د یوې شیبې له پاره غور کوي. همدا علت دی چې جاپاني چارواکو دغه کمپاین پیل کړی دی.

اړوند: ځان وژنې ته د تمايل لرونکو ځوانانو نخښي

د جاپان د یاماناشي ښار یوه چارواکي وویل چې له ژونده بیزاره شوو او د پریشانۍ ښکار ځوانانو ته پر تشناب کاغذ مختلف پيغامونه لیکل شوي دي، د بیلګې په توګه «تاسې په تشاب کې یوازې یاست. موږ احساس کړله چې په داسې شیبو کې ستاسې په ذهن کې د فشار پيدا کیدو خطر ډیر موجود دی.» په داسې یو وضعیت کې یو داسې پيغام کیدای شي د یو کس چې د ځان وژنې فکر یې په ذهن کې ګرځي سمدستي تاثیر وکړي. د همدې موخې له پاره پر تشناب کاغذ دا ډول پیغامونه چاپ شوي دي.

په پيغامونو کې څه لیکل شوي؟

تشناب کاغذونه چې عموماً سپین رنګ لري په آبي رنګ پرې دا ډول پيغامونه لوستل کیدای شي «ګرانه، تاسې د یوې مودې راهیسې رنځ لرونکی ژوند تیروئ. که څه هم تاسې د نورو په مخکې ځان په بشپړ ډول جوړ معرفي کوئ.»

Japan | Suizidproblem | Unterstützungsbotschaften auf Toilettenpapier
پر تشناب کاغذ لیکل شوي د مرستې ترلاسه کولو نمبرونهانځور: Yamanashi Prefectural Office/AFP

په یوه بل پیغام کې لیکل شوي دي: «ضروري نه ده چې تاسې باید موږ ته هر څه ووایئ، خو که تاسې له موږ سره خپل لږ وضعیت هم شریک کړئ، نو دا به څنګه وي؟»

په جاپان کې د ځان وژنې کچه

که څه هم په جاپان کې د ځان وژنې د پيښو غیر عادي ارقام پخوانۍ سابقه لري، خو په تیرو کلونو کې د کرونا ویروس وبا له کبله د څو نورو هیوادونو په څیر په دغه هیواد کې هم د ځان وژنې د پيښو ګراف لوړ کړی دی.

د روغتیا وزارت د ارقامو له مخې په ۲۰۲۰م کال کې د ابتدایي، متوسطې او لیسې دورو زده کوونکو ترمنځ د ځان وژنې کچې یو نوی ریکارډ ټینګ کړی دی. د جاپان د روغتیا وزارت په حواله یوازې په ۲۰۲۰م کال کې د ځان وژنې ۴۹۹ پيښې ثبت شوي دي.

اړوند: په هرو ۴۰ ثانيو کي يو انسان ځان وژنه کوي

د یاماناشي حکومتي چارواکي په دې نظر دې چې د تشناب کاغذ پر شیټونو د داسې پيغامونو لیکل چې مایوسه شوو ځوانانو ته د بهتره ژوند هیلې او باور ورکوي، د دوی د ځان وژنې په مخنوي کې مرسته کولی شي. د دې ترڅنګ د ډپریشن یا ذهني پریشانۍ ښکار ځوانانو سره د مرستې له پاره پر تشناب کاغذ په تیز خط لیکل شوې شمیرې ډیر مؤثر ثابت شوي دي.

د دې کمپاین په ترځ کې د تشناب کاغذونو پر ۶۰۰۰ رولونو پيغامونه او د تلیفون شمیرې چاپ کړای شوي چې تیره میاشت د ۱۲ مختلفو سیمو په پوهنتونونو کې ویشل شوي دي.

د رواني روغتیا د چارو کارپوهانو له خوا د کارتوني عکسونو په بڼه هم ځینې پيغامونه پر تشناب کاغذونو چاپ کړای شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز