1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې په زلزله کې د مړو شویو افغانانو شمېر ۲۰۰ ته لوړ شوی

۱۴۰۱ بهمن ۲۱, جمعه

په انقره کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې د ترکيې په زلزله کې د ځپل شويو افغانانو د وضعیت ارزونې له پاره يې سیمې ته مرستندویه ډله استولې ده.

https://p.dw.com/p/4NKPz
ترکیه/ په آدانا کې زلزله ځپلې سیمه
ترکیه/ په آدانا کې زلزله ځپلې سیمهانځور: Teri Schultz/DW

په انقره کې د افغانستان سفارت رسنیو ته منلې چې په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړه شویو افغانانو شمېر ۲۰۰ ته رسېدلی دی.

دغه سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، کام ایر خصوصي هوايي شرکت هېواد ته د قربانیانو د مړو لېږدولو ته چمتووالی هم ښودلی دی.

سفارت زیاته کړې: «د افغانستان سفارت له ټولو بنسټونو، خیریه شخصیتونو، ملي سوداګرو، په ترکیه او بهر کې له میشتو افغانانو غواړي چې د خیر په دغه کار کې د خپل توان مطابق برخه واخلي.»

دغه راز، سفارت پر خپله ټویټرپاڼه د مرستو او معلوماتو رسولو له پاره د غوره همغږۍ په موخه ځانګړې ټیلفون شمېرې هم اعلان کړي دي. 

د رپوټونو له مخې د ترکیې او سوریې په زلزله کې د قربانیانو شمېر تر ۲۰ زرو اوښتی دی.