د تروريستي بريدونو تلفات مخ پر کمېدو دي
۱۳۹۱ آذر ۱۴, سهشنبهدغه څېړنه چې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۲کال دسمبر ۴) د اقتصاد او سولي د څېړنيزي موسسې له خوا خپره شوې ده پکښې راغلي دي چې د دغه بریدونو له امله په ۲۰۰۷ کال کې د مرگ ژوبلې کچه عوج ته رسېدلې وه او تر هغه وروسته د راکښته کېدو په حال کې ده.
د۲۰۱۱ کال ارقام ښيي چې ۷۴۷۳ تنه د دغه تروریستي بریدونو قربانیان شوي دي چې د ۲۰۰۷کال په پرتله پکښې ۲۵سلنه کموالی راغلی دی. په دغه مرگ ژوبله کې ځانمرگي او نور برید کوونکي هم شامل دي.
د دغه راپور پر اساس د دغه ترهگرو بريدونو له اسيته تر ټول زيات پنځه هیوادونه عراق، پاکستان، افغانستان، هندوستان او یمن اغېزمن شوې دي.
د نړیوال ترورزیم دغه جدول چې د اقتصاد او سولې د څیړنیزې موسسې له لورې خپور شوی دی، د ترهگرو بریدونو د اوسنيو معلوماتو پر اساس هیوادونه درجه بندي کوي. دغه موسسه په متحده ایالاتو او آسترالیا کې مرکزونه لري.
د دغي څېړنيزې موسسې کارپوهان په دې آند دي چې د متحده ایالاتو پوځي مداخله چې د لوېدیځ له خوا د القاعدې پر وړاندي «د تروریزم پر ضد جگړې» نوم ورکړل شوی وو، ښایي د وضعې د خرابیدو لامل شوې وي. دوی وايي، نسي کولای چي دا ثابته کړي، چې متحده ایالات دې د دغو جگړو په پایله کې خوندي وي.
د دغي څېړنیزې موسسې بنسټ ایښودونکي استیو کیللي، له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې تر پیښي وروسته په تروریستي فعالیتونو کې کموالی راغئ، چي دا تر ۲۰۰۰ کاله پخوا کچه ښيي. خو د عراق تر اشغال وروسته په تروريستي فعاليتونو کي ډیروالی راغئ او خپل عوج ته ورسید.»
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «په تیره لسیزه کې په ټوله کې یو پر دریمه برخه ترهگریز بریدونه په عراق کې تر سره شوي دي او۵۰ سلنه قربانیان یې د عراق، افغانستان او پاکستان هیوادونو څخه دي.»
په دغه څېړنیز راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۰۲م کال ۹۸۲ ترهگري پیښي شوي دي چې په پایله کې یې ۳۸۲۳ تنه وژل شوي دي. راپور زیاتوي چې په ۲۰۱۱م کال کې د ټولي نړۍ په کچه ۴۵۶۴ ترهگر بریدونه تر سره شوي دي او د ۷۴۷۳ تنو ژوند یې اخیستې دی.
څېړونکي وایي چې د عراق د جگړې تر پیل وروسته په افغانستان او پاکستان کې په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی. دا دقیقاً هغه وخت دی چې متحده ایالاتو په دغه هیوادونو کې د پاکستان او ناټو د پوځي عملیاتو ملاتړ کاوه.
په سوریه او یمن کې د وضعې خرابیدل
د دغي څېړنیزي موسسې بنسټ ایښوونکی کیللي وایي، چې څیړنو ښودلې ده چې بهرني قوتونه تر پوځي مداخلې دوه واري دمخه د هغې د پایلو په اړه فکر وکړي او حتې دا خبره د سوریې په اړه هم صدق کوي، چې هلته اوس هم ویني تويول ادامه لري. د هغه په وینا که د سوریې کړکېچ ته ژر خاتمه ورکړل شي، نو کيدای شي، چي په تروریستي بریدونو کې ډیروالی راشي.
دغه راپور کاږي چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه او یمن کې تروریستي فعالیتونه خپل عوج ته ورسیدل. په یمن کې د القاعدې په تړاو فعالیتونو کې په دراماتیکه توگه ډیروالی راغی. دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې پاڅونکوونکو د بشارالاسد پرضد جگړه کې ځانمرگي بریدونه ډير کړي دي.
د راپور پر اساس د نړۍ له ۱۵۸ هيوادونو څخه په ۳۱ کي يې «تروريستي فعاليتونو» نه دي ترسره سوي. په راپور کي راغلي دي، چي تر ټولو لږ تروريستي فعاليتونه يا بريدونه په کلمبيا او الجزاير کي ترسره سوي دي.
Reuters/سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل