1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د المونیم او فولادو د تعرفې پر لوړولو د اروپا غبرګون

۱۳۹۶ اسفند ۱۲, شنبه

اروپايي ټولنې ویلي چې دوی د امریکا له لوري د فولادو او المونیمو د تعرفو د لوړولو د پلان پر وړاندې متقابل اقدامات معرفي کوي. د سوداګرۍ نړیوال سازمان او پیسو وجهي صندوق د ترمپ د سوداګریزې جګړې پر تهدید اندیښنه ښوولې.

https://p.dw.com/p/2tdEt
Deutschland G20 Gipfel Jean-Claude Juncker und Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/M. Schreiber

وروسته له هغې چې واشنګټن د المونیم او فولاد پر وارداتو د تعرفې د لوړلو اعلان وکړ، د جمعې په ورځ د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر ژن کلود يونکر د امریکا پر ولسمشر دونلد ترمپ «جګړې ته ورته د چلند» ښکاره کولو تور پورې کړ.

یونکر د آلمان په همبورګ ښار کې د خبریالانو لخوا و پوښتل شو چې آیا اروپايي ټولنه له متحده ایالاتو سره د یوې ناڅاپه سوداګریزې جګړې سره مخ ده؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د اروپايي ټولنې د اجرائیه څانګې مشر وویل چې: «زه نه وینم چې دغه [د امریکا له لوري پر فولاد او المونیمو د تعرفو د لوړولو اقدام] څنګه جګړې ته ورته د یوه چلند برخه نه ده.»

Chinesiche Stahlfabrik
انځور: picture-alliance/dpa/S. Wei

پر جینز ډوله پتلونونو باندې مالیه

د رویترز خبري آژانس د معلوماتو په اساس، اروپايي چارواکو د ۳.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د امریکايي توکو د لیست په جوړولو پیل کړی کوم چې د ۲۵ فیصده مالیې د وضع کیدونکو تولیداتو برخه ګرځي. رویترز خبري آژانس ته یوې بې نومه سرچینې ویلي چې که چیرته ولسمشر ترمپ پر فولادو د ۲۵ فیصده او المونیمو باندې د ۱۰ فیصده تعرفې د عملي کولو پلان پر مخ یوسې، د [اروپايي ټولنې] دغه اقدام د دوه اړخیزه سوداګرۍ د برابروالي په موخه په پام کې نیول شوی دی.

د [اروپايي ټولنې] په دې لیست کې له بوربون [یو ډول الکول] او آبي رنګه جینز یا پتلونونو نه نیولې تر د هارلي داویدسن موټرسایکلونو پورې تولیدات شامل دي.

یونکر همدا راز د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي چې: «موږ دلته یو، او دوی به مو وپیژني. موږ غواړو چې له متحده ایالاتو سره په خپلو اړیکو کې معقول اوسو، مګر موږ داسې نه شو کولی چې خپل سرونه په ریګ کې داخل کړو.»

د اروپايي ټولنې یاد کمیسیون همدا راز ټینګار کړی چې هر راز ځوابي اقدامات به د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له خوا د معرفي شوو قوانینو په رڼا کې وي.

په عین وخت کې د فولادو اروپايي ټولنې یا د ایروفر په حواله، په ۲۰۱۷م کال کې د اروپا د فولادو د ټولو صادراتو له جملې څخه امریکا ته شاوخوا ۱۵ فیصده فولاد صادر شوي، په داسې حال کې چې اروپا له امریکا څخه یوازې ۱ فیصد فولاد وارد کړی دی.

فرانسه، آلمان او بریتانیا هم ځواب ورکوي

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د ماليې وزیر برونو لومیر ویلي چې هغه په پام کې لري چې د ولسمشر ترمپ د وړاندیز شوي پلان د ځواب د څرنګوالي په هدف له خپل بریتانوي او آلماني سیالانو سره خبرې اترې وکړي.

لومیر د فرانسې په پلازمینه پاریس کې خبریالانو ته وویل: «متحده ایالات باید په دې وپوهیږي چې که چیرته دغه یوه اړخیزه پریکړه ادامه او یا تائید شي، دا به د اروپايي ټولنې له لوري یو همغږی، غښتلی او ګډ ځواب له ځانه سره ولري.»

Symbolbild Wirtschaftswachstum, Wirtschaft, Industrie
انځور: picture-alliance / dpa

په ورته وخت کې د ولسمشر ترمپ د تعرفې د لوړوالي د اقدام په هکله د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم اندیښنه څرګنده کړې. د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا «ډبلیو. ټي. او» مشر روبیرتو ازویدو ویلي چې د هغه اداره په واضح ډول د ترمپ د تهدید له امله اندیښمنه ده. نوموړی زیاتوي چې سوداګریزه جګړه د هیچا په ګټه نه ده.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا «آی. ایم. ایف» هم د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې د ولسمشر ترمپ د تعرفې د لوړوالي اقدام به د متحده ایالاتو او همدا راز نور نړیوال اقتصادونو ته زیان ورسوي. د آی. ایم. ایف سازمان ویاند ګیري رایس په دې هکله ویلي چې: «د امریکا د ولسمشر له لوري مهم اعلان شوي محدودیتونه به ښايي نه یوازې له متحده ایالاتو بهر اقتصادونه بلکه په خپله د متحده ایالاتو اقتصاد ته هم زیان ورسوي.»

ترمپ: عوامپاله، خود خواه او ولسمشر، یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: