شخړي
د تخار په يوې مدرسه کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۹ خرداد ۲۹, پنجشنبهاعلان
د تخار ولايت چارواکو ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ د دغه ولايت د اشکمش ولسوالۍ په شهرکهنه مدرسه کي چاودني ۱۵ کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
د تخار د پوليسو وياند خليل اسير ويلي دي چي چاودنه هغه مهال رامنځته سوې ده چي د مدرسې شاگردانو د هوان په يوې مرمۍ باندي ساتيري کوله.
اسير زياته کړې ده چي د لومړنيو راپورونو له مخي په دغه چاودنه کي ۷ شاگردان وژل سوي او ۸ نور ټپيان سوي دي چي ټول ئې تر ۱۸کلنۍ کښته ماشومان دي.
د تخار پوليسو ويلي دي چي د پيښي د څرنگوالي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.