د تايلنډ ټول سياسي واک پوځ ونيو
۱۳۹۳ خرداد ۲, جمعهيوه ورځ وروسته له هغي چي د تايلنډ پوځيان سړکونو ته راووتل او د اساسي قانون او ملکي حکومت د انحلال اعلان يې وکړ، جنرالانو سياسي قدرت هم په خپل لاس کي واخيست. په عين وخت کي هغوی څه د پاسه ۱۰۰ سياستوالان او سياسي فعالان احضار کړي دي.
دا چي هغوی به ونيول شي که نه، سمدلاسه څه ويل شوي نه دي. دغه راز د پوځ په يوه اعلاميه کي چي د تلويزيون له لاري خپره شوې ده، پر۱۵۰ کسانو باندي تر هيواد دباندي سفر کولو بنديز لگول شوی دی. هغوی ته ويل شوي دي چي سمدلاسه به له هيواد څخه د وتلو قصد نه کوي.
د پوځ مشر، پريوت چان اوچا شخصاً د حکومت مشرتوب په خپل لاس کي اخيتسی. د پوځ له خوا په خپره شوې اعلاميه کي راغلي دی: «تر هغه پوري چي د حکومت صدراعظم ټاکل شوی نه وي، د پوځي شورا مشر حکومتي مسئوليت پر خپله غاړه واخيست.» خو دا چي څه وخت نوي صدراعظم ټاکل کيږي، څه وخت ټاکني کيږي، د پوځ د مشرتابه له خوا څه ويل شوي نه دي.
دا چي تايلند دي ژر بيرته ديموکرا سي ته ستون شي، د پوځ په لومړي فرمان کي کومه يادونه نه ده شوي. د تايلند اساسي قانون منحل اعلان شوی دی. ټولي رسني تر سانسور لاندي نيول دي، البته هغه هم چي د پوځ له خوا ورته د فعاليت جازه شوې وي.
د تايلنډ د پوح مشر پريوت د پنجشنبې په ورځ بې له دي چي له وسلې څخه کار واخلي قدرت ونيو. هغه د خپل هيواد د ملي تلويزيون له لاري چي شا او خوا ته يي نور پوځيان ناست ول وويل: «د سولي د خوندي ساتني کمېټې چي د وسله والو قوتونو، شاهي هوايي قوې او د پوليسو له ځواک څخه جوړه شوې ده، په هيواد کي قدرت ونيو. دغه اقدام د ۲۰۱۴ کال د می میاشتي پر ۲۲ سيمه ييز وخت د ماځيگرڅلور نيمو بجو څخه د عمل په ډگر کي پلوی شو.»
نړيواله ټولنه د تايلنډ په هکله اندېښنه لري
د تايلنډ خلک له پوځي کودتا گانو او د جنرالانو له خوا د سياسي قدرت له نيولوسره عادت کړی دی. خو نړيوالي ټولني په دغه اسيايي هيواد کي د پوځي کودتا په هکله اندېښنه څرگنده کړې ده او هغه يي غندلې ده. امريکا متحده ايالاتو له تايلنډ سره د خپلو همکاريو دوام تر غور لاندي نيولی دی. د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کېړي په لومړي دريځ کي څرگنده کړې ده: «د پوځي کودتا له پاره هيڅ ډول توجيه وجود نه لري»، دا به د دواړو هيوادونو پر اړيکو منفي اغيزه وکړي.
د متحده ايالاتو د دفاع وزارت يو وياند وويل چي له تايلنډ سره به «پوځي همکاري تر غور لاندي ونيول شي.» هغه وياند چي نوم يي د رسنيو له خوا نه دی روښانه شوی وويل: «د لس ميلياردو ډالرو په ارزښت اقتصادي همکاري کيداي شي چي وځڼدول شي.»
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په تايلنډ کي د پوځ له خوا د سياسي قدرت د نيولو په هکله انديښنه ښوولې ده او ژر تر ژر «بيرته ملکي حکومت ته د ورگرځيدو» غږ کړی دی.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير هم له جنرالانو څخه په سياست کي د شاته کيدو له پاره غوښتنه کړ ده: د روان وضعيت مسئولان بايد ژر تر ژره يوې سياسي پروسې ته ستانه شي» او د بنسټيزو حقوقو د خوندي ساتني ضمانت وکړي. د اروپايي اتحاديې په غبرگون کي ويل شوي دي چي «مهمه خبره اوس دا ده چي په تايلنډ کي ژر تر ژره د اعتبار وړ ټاکني تر سره شي» او يو نوی ديموکرات حکومت وټاکل شي.