د تايلند حکومت د اپوزېسيون يو مشر وژل سوی دی
۱۳۹۲ بهمن ۶, یکشنبهد تايلند پوليس وايي چي د يکشنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۶) په تاوتریخوالي کي يو تن وژل سوی او څو تنه نور ټپيان سوي دي. د تايلند د ملي پوليسو وياند پيا اوتايو، ويلي دي چي وژل سوی کس سوتين تاراتين، يو د دغه هيواد د اپوزېسيون له مشرانو څخه دی.
دا په داسي حال کي ده چي د انتخاباتو کمېسيون چارواکي وايي چي په بنکاک کي د ۵۰ ناحيو د رايو ورکولو مرکزونه کلابند سوي دي او څوک نسي کولای چي د رايو ورکولو له پاره ورسي. په تايلند کي د فيبرورۍ مياشتي پر دوهمه نېټه ټاکني ترسره کيږي.
د تايلند د انتخاباتو کمېسيون مشر پاچونګ نوتراوونګ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د راپورونو له مخي د بنکاک د رايو ورکولو له ۵۰ مرکزونو څخه ۳۴ يې تړل سوي دي.» هغه دغه راز زياته کړې ده چي د دغه هيواد په جنوبي ولايتونو کي چيري چي مخالفان قدرت لري هم ډېر مرکزونه تړل سوي دي.
په انتخاباتو کي د تاوتريخوالي ويره
تر وخت مخکي رايي ورکول د هغو کسانو له پاره يوه اسانتيا ده چي کولای نه سي د فيبرورۍ مياشتي پر ۲ نېټه په ټاکنو کي ګډون وکړي. دغه راز دغه ټاکني يوه ازموينه ده چي آيا کېدای سي انتخابات بې له تاوتريخوالي ترسره سي.
په تايلند کي له ۹ مياشتو راهيسي په احتجاجونو کي نزدې نهه کسان وژل سوي او په سوونو نور ټپيان سوي دي. اعتراض کوونکي د دغه هيواد لومړۍ وزيره ينګلک شيناواترا په دې تورنوي چي د خپل ورور تاکسين شيناواترا تګلاره تعقيبوي. پخوانی لومړی وزير تاکسين شيناواترا چي په تبعيد کي ژوند کوي په ۲۰۰۶ کال د دغه هيواد د پوځ له خوا په یوه پوځي کودتا کي را ورځول سو او وروسته بيا د فساد په تور محاکمه سو.
د ينګلک شيناواترا د «پويي تای» ګوند تمه لري چي په ټاکنو کي به بيا هم بری خپل کړي. دغه ګوند د تايلند په شمال او شمال لوېديځو ولايتونو کي ډېر پلويان لري. دا په داسي حال کي ده چي د اپوزېسيون «ديموکرات ګوند» ټاکني تحريم کړي دي.