1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د تاجکستان په يوه زندان کې اخ او ډب درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ آبان ۱۷, پنجشنبه

د روسیې رسنيو ويلي دي چې د پخواني شوروي د غړي هیواد تاجکستان په یوه زندان کې د اخ او ډب په پایله کې ۱۳ کسان وژل شوي او یو ځيني نور بیا ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/37thz
Symbolbild Ägypten Gefängnis
انځور: picture-alliance/AA

د «ریا نووستي» په نامه د رسیې یوه خبري آژانس خبر ورکړی چې د تاجکستان په یوه زندان کې د ساتونکو او زندانیانو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. خبري آژانس په دغه پیښه کې د ۱۳ زندانیانو د وژل کیدو او ځينو نورو د ټپيانېدو خبر ورکړی دی. د دغه خبري آژانس د رپوټ له مخې شخړه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د داعش یوه زنداني د زندان له یوه ګارډ څخه وسله واخيستله.

د روسیې دغه خبري آژانس د تاجکستان د یوه امنیتي چارواکي له قوله لیکلي دي چې له ګارډ څخه د وسلې اخيستلو وروسته زنداني د زندان پر چارواکو ډزې پیل کړې، څو د دغې سیمې کنترول په خپل لاس کې واخلي.

په عین وخت کې د «انترفکس» په نامه د روسیې یو بل خبري آژانس هم د دغې پیښې پخلی کوي او وايي چې تر پیښې وروسته سیمې ته د وضعیت د کنترول له پاره ځانګړي ځواکونه استول شوي. ځینې نور رپوټونه بیا په دغه پیښه کې د ۲۰ کسانو د وژل کیدو خبره کوي.

Karte Zentralasien ENG

دغه زندان د تاجکستان په شمال کې د قرغزستان پولې ته څیرمه په خوجند ښار کې موقعیت لري چې پکې زیاتره سخت درځي مجرمین ساتل کیږي.

د افغانستان په شمال کې پروت تاجکستان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ترهګرې د پراخیدو له کبله خپله اندیښنه څرګنده کړې او هڅه کوي چې له دغه ګاونډې هیواد څخه خپلې خاورې ته د ترهګرۍ یا ترهګرو د راتګ مخه ونیسي.