د بوندس ليگا د تيري اونۍ سیالۍ
۱۳۹۰ شهریور ۲۸, دوشنبهد بايرن د لوبډلي پياوړتيا له دې څخه معلوميږي، چي په تيرو اتو لوبو کي يوه لوبډله هم په دې ونه توانيده چي د بايرن لوبډلي ته کوم ګول ورکړي.
ددغه بې مثاله پياوړتيا لپاره د دغه لوبډلي د ګول کيپر، مانويل نوير، نوم اخيستل کيږي. تر دې دمخه نوير د شالکه په لوبډله کي د کپټان او د ګول کيپر په توګه دنده تر سره کړې.
د شالکه پر ضد د بايرن لوبډلي لومړۍ ګول د لوبي په ۲۱ دقيقه کي نيلس پيټرسن وکړ، پدغه ګول کي د ده د ملګري لوبغاړي او د فرانسې د ملي لوبډلي لوبغاړي، فرانک ريبري، مهمه ونډه لرله.
د دغي لوبي دوهم او ګټونکي ګول د لوبي د پای څخه لږ د مخه په ۷۵مه دقيقه کي د آلمان د ملي لوبډلي لوبغاړي، توماس مولر، تر سره کړ.
د يکشنبې په ورځ تر سره سوې بله سيالي کي د بورسيا دورتمونډ، لوبډله د تير په شان بيا ښه ونه ځليده، او د هانوور، د لوبډلي د لاسه يي ماتي وخوړه، دا د دورتمونډ پرلپسې دوهمه ماتي وه.
تردې د مخه د بريمن لوبډلي په خپل کور کي د دورتموند لوبډله د ماتي سره مخامخ کړې وه.
د نمرو د جدول پر اساس اوس ټولو لوبډلو خپل شپږ، شپږ لوبي تر سره کړي دي. د بايرن مونشن لوبډله د ۱۵ نمرو په لرلو سره پدغه جدول کي لومړۍ ځای لري.
د ۱۳ نمرو په لرلو سره د بريمن لوبډلي دوهم او بيا هم د ۱۳ نمرو په لرلو سره د مونشن ګلادبخ لوبډله دريم ځای لري.
دويچه ويله/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل