د بوستن د پيښي يو تورن ووژل سو
۱۳۹۲ فروردین ۳۰, جمعهدغه شکمن کس د بوستن په «واتر تاون» سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې لومړي ټپي او بیا مړ سوی دی. اوس د دې سیمې اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې ده چې په خپلو کورونو کې پاته شي، چي پولیس وشي کولای د پېښې دوهم شکمن هم وموندي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې پر دغو دوو کسانو باندې همداراز د یوه پولیس د وژلو تور هم لگول گیږي. د دغه چارواکو په خبره شکمنو کسانو د مسې چوستس د تکنالوژي په انستیتوت کې د یوه پولیس تر وژلو وروسته، له یوه ملکي وگړي څخه د هغه موټر هم غلا کړی دی.
تر دې یوازې څو ساعته مخکې پولیسو د دوو تنو انځورونه هم خپاره کړي ول، چې ورباندي د بوستن په ډله ییز ځغاسته کې د بمي بریدونو تور لگول شوی دی. پولیسو له عامو امریکایانو څخه غوښتي ول، چې د دغو دوو شکمنو کسانو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.
پولیسو ویلي دي چې شکمنو کسانو هغه وخت له خپل موټر څخه لاسې بمونه وغورځول چې پولیسو د هغوی موټر تعقیب کړ. تر دې وروسته پولیس له دغو شکمنو کسانو سره په وسله والو جگړه کې ښکیل شول چې په پایله کې یې یو تن شکمن وگړي لومړۍ سخت ټپي او بیا ووژل شو.
د دوشنبې په ورځ په بوستن کي د امریکا په سنتي ماراتون يا ډله ييزه ځغاسته کي د څو ثانيو په توپير سره دوې چاودني وسوې، چي په نتيجه کي ئې د يوه اته کلن هلک په گډون درې تنه ووژل سول او نزدې ۱۸۰ تنه پکښي ټپيان سول. د دې حملې انگېزه تر اوسه پوري روښانه نه ده.
په بوستن کي د امريکا کورني استخباراتو (FBI) د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۸) په يوه خبري کنفرانس کي د هغو دوو تنو تورنو کسانو عکسونه وښوول چي په دغه ښار کي د دوشنبې په ورځ د چاودني پرمهال د يوې دباندي نصب سوي ويديويي کمرې له خوا اخيستل سوي ول.
عکسونه يا ويديو ښيي چي دغه دوه کسان چي يو په بل پسې دي او هر يو ئې يو يو کوچنی د شابکس لري پياده روته ور داخليږي. د دغو تورنو کسانو د يوه ئې توره او بل ئې سپينه خولۍ پرسر وې.
«دواړه تړاو سره لري»
اف بي آی د یوه ويديويي فلم له مخي وايي، چي هغه کس چي سپينه خولۍ ئې پر سره وه تر دوهمي چاودني لږ دمخه خپل د شابکس د يوه رستورانت مخ ته ږدي. د دوهم تورن کس په اړه د ويديو دغه ډول معلومات نسته. خو ديسلاوريس وايي، چي دغه دواړه کسان «تړاو» سره لري.
د اف بي ای د معلوماتو له مخي په دغه بکس کي چي څو دقيقې وروسته ئې انفجار وکړ په کور کي جوړ سوي چاوديدونکي مواد ځای پرځای سوي ول.