1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنو قومي جرګه: په ډیورنډ کرښه اغزن تار ردوو

فريدالله ظاهر
۱۴۰۰ اسفند ۲۳, دوشنبه

د پښتونخوا د ټولو قبیلو ترمنځ جوړه شوې درې ورځنۍ د بنو قومي جرګه پای ته رسیدلي. په دې جرګه کې د اغزن تار نه منلو، د سوداګرۍ او خلکو پرمخ د لارو خلاصیدو غوښتنه شوې.

https://p.dw.com/p/48SoR
Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مشرۍ جوړه شوې درې ورځنۍ جرګه پای ته رسېدلې او نن په څلورمه ورځ یادې جرګې د جرګې پریکړه لیک صادر کړ. په دې جرګه کې د پښتونخوا د مختلفو ټبرونو پنځه زره قومي مشرانو، سیاستوالو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی وو او په جوړو کړو کمېټو کې یې د پښتونخوا او افغانستان په موضوعاتو هم بحثونه درلودل.

د پښتنو قومي جرګې په څلورمه ورځ یو پنځه ویشت ماده ییز پریکړه لیک صادر کړ چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي لخوا ګډونوالو ته واورل شو.

د یادې جرګې لومړۍ غوښتنه دا وه، چې د پښتون قومي جرګه دې یوه مستقله اداره وپیژندل شي ترڅو دغه جرګه په راتلونکې کې د پښتنو د پارلمان او خبرو په ادرس بدل شي. جرګې همدا راز غوښتنه کړې چې د پاکستان په سیاست کې دې د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځ لاسوهنه بنده شي او د هېواد داخلي او بهرنۍ پالیسې دې د پارلمان له لورې جوړې شي.

د خیبر پښتونخوا د پښتنو یادې سترې قومي جرګې د یوه نړیوال کمېسیون د جوړیدو غوښتنه کړي څو نړیوال د دې سیمې د اوسیدونکو له وضعیت څخه خبر کړل شي.

د پښتنو دغه قومي جرګې د افغانستان په اړه هم بحثونه کړې او د ډیورنډ کرښې او په افغانستان کې د حکومت د جوړیدو په اړه یې خپل دریځ څرګند کړی. محمودخان اڅکزي د پریکړه لیک د یوې مادې په لوستلو سره ویلي چې دا جرګه په ډیورنډ کرښه اغزن تار نه مني او له افغانستان سره د خلکو پر تګ او راتګ او سوداګرۍ ټینګار کوي.

هغه وویل: «دا جرګه په ډیورنډ کرښه باندې تار په سختۍ سره ردوي او غوښتنه کوي، چې په کرښه ټولې تاریخي او سوداګریزې لارې دې د سوداګرۍ او دواړو خواو د خلکو د آزادانه تګ او راتګ لپاره خلاصې کړي.«

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې د پښتنو دغه جرګې ته په افغانستان کې د زور له لارې ترلاسه شوی حکومت د منلو نه دی او د یوه منتخب حکومت له پاره د ټاکنو له لارې رامنځته شوي حکومت غوښتنه کوي.

محمود خان اڅکزي د پریکړه لیک د لوستلو پرمهال وویل چې «دا نماینده قومي جرګه غوښتنه کوي، چې د افغانستان لویې جرګې او عامو ټاکنو له لارې دې د ټولو ولسونو یوه نماینده حکومت هلته جوړ شي. راتلونکي کې دې د طاقت په زور یا ټوپک په زور د حکومت نیولو کلک بندیز وي او دا دې غیرې قانوني وي او افغان ملت سره دې دا غداري وبلل شي.«

محمد خان اڅکزی زیاتوي چې طالبان باید یو داسې حکومت جوړ کړي، چې د ښځو تعلیم پکې وي، هر څوګ پکې ځان وویني او د نړۍ له اصولو او معیارونو سره یو برابر نظام شي.

په ورته وخت کې د عوامي نشنل ګوند او د محمود خان اڅکزي مرستیال عبدالرحیم زیارتوال دویچه ویله ته په خبرو کې وویل، چې په دې جرګې کې د پښتانو د مختلفو قومونو مشران، سیاستوال، ښځې او ځوانان برخه لري. هغه وايي: »د افغانستان څلوېښت کلن جنګ له امله چې زموږ په قوم باندې د ترهګرۍ او جنګ غوښتوونکو کوم نومونه ایښودل شوي دي، د هغې لیرې کول غواړو. موږ د بنو جلسه کې ټول پښتون قوم ته دا سوالونه ایښي دي، چې ترهګري نوم ختم کړو، بې عدالتي ته د پای ټکی کیږدو او څنګه موږ ته حق راکول کیدلی شي.«

د بنو درې ورځنۍ قومي جرګې ګډونوالو د پاکستان له حکومت څخه په ټینګار غوښتنه وکړه چې د عثمان خان کاکړ، عارف وزیر، ارمان لوڼي، اسد اڅکزي او نورو قومي وژل شویو کسانو تحقیقات دې د یوه باور وړ کمېسیون له لارې ترسره شي او پایلې دې له ولس سره شریکې شي.

فرید ظاهر / خ. ح