د بلوچستان د امنيتي ستونزو د حل نوې تگلاره
۱۳۹۲ خرداد ۲۷, دوشنبهد پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرچینو دویچه ویله ته ویلي دي چې د دې نوې پلان پر اساس به د بلوچستان ایالت مرکز کوټي تر څنګ په ټولو حساسو ځایونو کې د استخباراتي شبکو فعالیت لا پسې زیات کړل شي. همدارنګه له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې به د امنیتي ځواکونو په شمیر کې زیاتوالۍ راشي.
د دې ګام له پورته کولو څخه هدف د افراطي ډلو او ترورستي شبکو تر منځ د اړیکو پریکول دي. د سرچینو په حواله د دغه هیواد د یوې پټ څاري ادارې له خوا مرکزي حکومت ته یو راپور وړاندي شوی دی. په دغه رپوټ کې د ترورستانو له خوا د نوو بریدونو د ترسره کولو د پلان په اړه خبر ورکړل شوی دی.
په رپوټ کې ویل شوې دي چې د بلوچستان بېلتون غوښتونکي ممنوعه، او توکمپالي ډلي د نوي حکومت د کمزوره کولو کوښښ کوي.
په دې وروستیو کې په دغه ایالت کې داسی ترورستي پيښې هم رامنځته شوې، چې د دغو ډلو له خوا په مشترک ډول ترسره شوې دي او د دوی له ډلي څخه ځینې يي د پاکستاني طالبانو سره هم اړیکې لري.
وسله والو ترورستي ډلو د شنبې په ورځ د طب پوهنځی د نجونو پر یوه موټر او د« بي ایم سي» پر روغتون د ترسره شوو بمي بریدونو د مسئولیت پر غاړې اخیستلو ترڅنګ ویلي دي چې دا بریدونه يي د کوټې په خروټ آباد سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې کړي دي. پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې په دغو عملیاتو کې پنځه تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د بلوچستان د نشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ چې د دغه ایالت نوی لومړی وزیر دی، ولایتي شورا ته د وینا پر مهال ټولو وسله والو ډلو ته د خبرو بلنه ورکړې ده. بلوڅ په داسی حال کې د دغه ایالت مشري پر غاړه اخلي چې دغه ایالت له ډیرو سختو سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار احمد خان د یکشنې په ورځ د رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د امنیت خرابونکو اشخاصو سره باید د خبرو اترو له لاری نه، بلکې د هغوی په خپله ژبه خبري وشي.