د بلوچستان ایالتي حکومت منحل سوی دی
۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبهاعلان
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې تر سختو بمي چاودنو څو ورځې وروسته، د دغه هيواد صدراعظم راجه پرویز اشرف ایالتي حکومت منحل کړی دی. د ایالتي حکومت مشر له خپلې دندې لیرې کړل شوی دی او د دغه ایالت والي به اوس ایالتي چارې پر مخ بیایي. دغه خبره راجه پرویز اشرف د تلویزیون له لاري کړې ده. صدراعظم دغه پریکړه د شيعه مسلمانانو له خوا تر څو ورځو پرلپسې احتجاجونو وروسته کړې ده. څو ورځې تر مخه په بلوچستان کې د شيعه مذهبو استوگنځایو ته څیرمه په غبرگو بمي چاودونو کې ۸۶ تنه ووژل شول او تر ۱۲۰ زیات ټپي شوي ول.