1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ د پنبه دانې او نباتي غوړو دولتي شرکت بیرته فعاله سو

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبه

د بلخ د پنبه دانې او نباتي غوړو دولتي شرکت چي تقریبأ ۳۰ کاله د فعالیت څخه لویدلی ؤ، اوس یې بیرته په کار شروع وکړه. دغه شرکت به اوس دورځي د ۸ ټنه غوړو د تولید ظرفیت لري.

https://p.dw.com/p/3cJr8
Karte Afghanistan Provinz Balkh Deutsch
انځور: DW

د پنبه دانې او نباتي غوړو شرکت د بیرته فعاله کیدو سره د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړی دی، چي دغه شرکت چي تر تقریبأ درو لسیزو وروسته اوس بیرته فعاله سوی، هغه وخت یې په ۲۴ ساعتونو کي فقط ۷ ټنه غوړي تولیدول، خو اوس د هغه د تولید حجم د ورځي ۸ ټنه غوړو ته رسیدلی دی.

د دغه شرکت دپاره پروسږکال د ازبکستان څخه ماشین آلات رانیول سوي وه.

د مالیې وزارت وايي، چي که د دغه شرکت غوړو ته د بازار تقاضأ لوړه سي او کافي اومه مواد، یعني پنبه دانه هم په اختیار کي وي، نو د هغه د تولید حجم کیدلای سي د ورځي د ۱۰۰ حخه تر ۱۵۰ ټنو پوري لوړ سي.

دغه دولتي شرکت ډیرو افغانانانو ته په بلخ کي د کار زمینه هم برابروي.

د بلخ والي همداررنګه ویلي دي، چي د دغي فابریکې بیرته فعالیت به د زراعت د ودي سبب هم وګرزي.

د بلي خوا بیا د مالیې وزیر وعده ورکړې ده، چي ډیر ژر به د کندُز د سپین زر شرکت هم فعاله سي ، کوم چي به د ورځي د ۱۰ ټنه نباتي غوړو د تولید ظرفیت ولري. هغه همدارنګه وویل، چي د ګلبهار د نساجي فابریکه به هم د راتلونکي کال څخه د نيم مليون جوړو کالیو په تولید سره خپل کار شروع کړي.