د بشارالاسد مرستيال د يوه متحده حکومت د جوړولو خبره کړې ده
۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبهاعلان
د سوریې رژیم نور باور نه لري چې په دغه هیواد کې روانه کورنۍ جگړه وگټي. د دغه هیواد د ولسمشر مرستیال فاروق الشرعه له یوه لبناني اخبار سره په خبرو کې ویلي دي، چې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونه او یا هم پاڅوکوونکي له پوځي لحاظه کومه بریا نشي تر لاسه کولای. د هغه په وینا یوازي د یوه ملي متحد حکومت جوړول کولای شي په سوریه کې روان کړکیچ ختم کړي. په سیمه کې د اسد رژیم مهم ملاتړي د سوریې په اساسي قانون او د ټاکنو په قوانینو کې د ریفورمونو خبره کړې ده. په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویلي دي چې پاڅون کوونکي او حکومت باید د ملي پخلاینې یوه کمېټه جوړه کړي، چې د عبوري حکومت د تشکیل له پاره چمتووالی ونیول شي.