1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانوي عسکرو له خوا په افغانستان کې احتمالي جنګي جرمونه

۱۴۰۱ تیر ۲۱, سه‌شنبه

د بي بي سي له خوا ترسره شوې یوې څیړنې ښوولې چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو لږ تر لږه ۵۴ افغانان تر شکمنو شرایطو لاندې وژلي دي. زیاته شوې ده چې قوماندانانو بیا په دې اړه اندیښنې پټې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4E1GY
Britische Soldaten kämpfen in Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Uppa

د یوې څلور کلنې څیړنې پایلې ښيي چې د بریتانیا ځانګړو د هوايي خدمت خاصو ځواکونو (ایس اې ایس) په دوامداره توګه بې وسلې افغان نارینه وژلي دي. دغه څه د ځانګړو ځواکونو له خوا د شپې عملیاتو پر مهال ترسره کیدل. په څیړنه کړې راغلي دي چې دغو ځواکونو بیا د خپلو جرمونو د پټولو په خاطر د وژل شویو کسانو تر څنګ وسلې ایښودلې.

په رپوټ کې راغلي دي چې د جنرال مارک کارلیتون سمیت په ګډون چې هغه وخت یې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو قومانده په لاس کې لرله، لوړپوړي چارواکي په دې اړه له اندیښنو خبر وو خو بیا یې هم پوځي پولیس پرې نه وو خبر کړي.

بي بي سي روښانه کړې ده چې د بریتانیا د قوانینو له مخې دا یو جرم دی چې قوماندان له یوه بالاقوه جرمه د خبریدو په صورت کې پوځي پولیس په جریان کې نه واچوي. کارلیتون سمیت چې تیره میاشت تقاعد ته ولاړ، د بي بي سي «پانوراما» خپرونې ته په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده. بي بي سي ویلي دي چې څیړنې یې د محکمې د اسنادو، خپرو شویو ایمیلونو او د خپلو هغو خبریالانو پر څرګندونو ولاړې دي، چې سیمې ته یې سفرونه کړي دي.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې یې ځواکونو د کړنو په اړه مخکینیو څیړنو کافي اسناد نه دي ترلاسه کړي چې له مخې یې پر وګړو باندې تورونه ولګول شي.

Britisch Soldaten Afghanistan Fahrzeuge
انځور: picture alliance / dpa

دې وزارت بي بي سي، ته په یوې استول شوې اعلامیې کې ویلي دي: «کوم نوي شواهد نه دي وړاندې شوي خو که نوي ثبوتونه رامخې ته شي نو پولیس به هر ډول اتهامونه په پام کې ونیسي.»

د پانوراما خپرونې څیړنې چې د سه شنبې په ورځ به په بشپړه توګه خپرې شي، ۵۴ داسې کسان په ګوته کړي دي چې تر شکمنو شرایطو لاندې د بریتانیې د ځانګړو ځواکونو له خوا په هلمند ولایت کې د ۲۰۱۰ کال د نومبر او ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې تر منځ د یوه شپږ میاشتې ماموریت پر مهال وژل شوي دي.

کله چې دغو ځواکونو د خپلو نښتو رپوټ ورکړ، نو نور افسران له دې کبله حیران شوي وو چې د دغو ځواکونو له خوا طالبانو ته په داسې حال کې لوړه مرګ ژوبله اوښتې وه چې د ځانګړو ځواکونو له ډلې څخه هیڅ یوه غړي ته هم مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په مرکز کې یوه لوړ پوړي افسر د پانوراما، خپرونې ته ویلي دي: «ډیر کسان د شپې د عملیاتو په جریان کې وژل کیدل او توضیحاتو هم منطق نه لاره. که یو کس اسیر نیول کیږي، نو باید و نه وژل شي.»

دغه افسر زیاته کړې: «دا چې دا کار په وار وار تکراریده، نو د قوماندې په مرکز کې اندیښنې رامنځ ته شوې. هغه وخت دا خبره روښانه وه چې یوه ستونزه موجوده وه.»

په ځانګړې توګه د ځانګړو ځواکونو د مرمیو له کبله د رامنځ ته شویو هغو سوریو په اړه اندیښنې موجودې وې چې د افغانانو د اوسیدو په ځایونو کې وې. د مرمیو دغو سوریو ښوول چې شکمن کسان یا خو په ګونډو وو او یا هم پر ځکه پراته وو.

بي بي سي ویلي دي چې څو وارې په دې اړه لوړو مقاماتو ته اندیښنې رسول شوې وې خو پر دې سربیره هم د ځانګړو ځواکونو دغې ډلې ته د خپلې عملیاتي دورې د پوره کولو اجازه ورکړل شوې وه او بیا په ۲۰۱۲ کال کې یو ځل بیا په ورته عملیاتي دورې استول شوې وه.

په ۲۱۴ کال کې د بریتانیا شاهي پوځي پولیسو د په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د ۶۰۰ مورده احتمالي سرغړونو په اړه څیړنې وکړې چې په کې د دغو ځانګړو ځواکونو عملیاتي دوره هم شامله وه. خو دغو پولیسو بي بي سي ته ویلي دي چې مخه یې د پوځ له خوا نیول شوې وه او څیړنه یې په ۲۰۱۹ کال کې پای ته ورسیده.