د بريتانيا په پارلماني ټاکنو کي محافظه کاران مخکي دي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۸, جمعه
د لومړيو خپرو سوو پايلو له مخي چي تر ټاکنو وروسته د نظر پوښتنو له مخي اټکل سوي دي ښکاري چي واکمن گوند محافظه کار تر خپلو سيالانو ډير مخکي دی. دوی د پارلمان د ټولو ۶۵۰ چوکيو څخه ۳۱۶ گټلي دي. محافظه کارانو په دغو انتخاباتو کي تر مخکنيو ۱۴ چوکي اضافه گټلي دي.
د رسنيو د راپورونو له مخي، د دغو پايلو پر اساس چي د ټاکنو تر ختمېو يو ساعت وروسته د نظر پوښتنو له مخي خپرې سوي دي د اد ميليبند په مشرۍ کارگر گوند چي د محافظه کارانو مهم انتخاباتي سيال وو ۲۳۹ چوکۍ گټلي دي.
د دغو پايلو له مخي د سکاتلند ملي گوند ۵۸ چوکۍ او ليبرال ديموکراتانو ۱۰ چوکۍ گټلي دي. بريالی گوند بايد ۳۲۶ چوکۍ (د پالمان نيمي چوکۍ + ۱) په لاس راوړي.
کامرون ډاډه دئ
کامرون په خپله انتخاباتي سيمه اکسفوردشاير کي وويل چي تر اوسه پوري لا وروستۍ پايلي روښانه نه دي خو تيره شپه د محافظه کارانو له پاره يوه روښانه بريا وه. هغه هيله مندی ښوولې ده چي په راتلونکو ورځو کي به د ټولو بريتانويانو له پاره يو حکومت جوړ کړي.
که څه هم دا امکان سته چي دغه ټاکني به يو قطعي بريالی ونه لري او محافظه کاران يووار بيا د يوه ائتلافي حکومت جوړولو ته مجبوره سي. خو د خپرو سوو نظر پوښتنو له مخي چي بې بې سي، سکای نيوز او آی تي ان شبکې له خوا خپرې سوي دي، سړی سر له اوسه ويلای سي چي ديويد کامرون به پنځه کاله نور هم د بريتانيا لومړی وزير وي. ځکه چي د کارگر گوند، د سکاتلند ملي گوند او ليبرال ديموکرات گوندونو به اکثريت چوکۍ و نه لري.
د دغي نظر پوښتني تر سره کوونکو د ټولي بريتانيا په بېلابېلو انتخاباتي حوزو کي۲۰ زره کسان پوښتلي دي او دغي پايلي ته رسېدلي دي.
ميليبند خپله ماته مني
د ديويد کامرون سيال اد ميليبند سخت نا اميده سوی دئ او خپله ماته ئې منلې ده. هغه په خپله انتخاباتي سيمه د بريتانيا په شمال دانکستر کي خپلو پلويانو ته ويلي دي: «موږ تر هغه ډېر پاته يو چي تمه مو لرله.» هغه دغه راز د ډيري کمزوري نتيجې په اړه تاسف ښوولی.
د محافظه کار گوند سيال اد ميليبند يوازنی اميد اوس دا دی چي دغه گوند په پارلمان کي د چوکيو نساب پوره نه کړي، ځکه چي د نساب په نه پوره کېدو سره به د يوه ائتلافي حکومت د جوړېدو له پاره خبري اتري پيل سي چي کيدای سي څو اوونۍ دوام وکړي. په ۲۰۱۰م کال کي محافظه کاران په پنځو ورځو کي په دې وتوانېدل چي له ليبرال ديموکراتانو سره ائتلاف جوړ کړي.
له دې ټولو سره سره بايد د بريتانيا نوی حکومت په راتلونکو ۱۱ ورځو کي يعني د عوامو مجلس تر جلسې دمخه جوړ سي. په پلان کي ده چي ملکه اليزابت به د می مياشتي پر ۲۷مه نېټه په پارلمان کي د نوي حکومت برنامه ولولي.