د بريتانيا پخوانۍ صدراعظمه تاچر مړه سوه
۱۳۹۲ فروردین ۱۹, دوشنبهد تاچر د لور او زوی وياند لورد تيم بيل په لندن کي ويلي دي چي «مارک او کيرل په تاسف سره ويلي دي چي مور ئې، سرداري تاچر، نن سهار مغزي سکته کړې ده او په آرامۍ سره مړه سوې ده».
دغه محافظه کاره سياستواله چي د «اوسپنيزي ښځي» لقب ورکړل سوی وو، څو واري ئې مغزي سکته کړې وه او په وروستيو کلونو کي ئې روغتيا وضعيت ډير خراب وو. هغه په دې وروستيو کي ډير لږ په عام محضر راڅرگندېده.
تاچر په انگلستان له ۱۹۷۹ کله تر ۱۹۹۰ کاله پوري درې ځله د لومړۍ وزيري په توگه دوره پوره کړې وه او په دې سره په ۲۰ پېړۍ کي تر بل هر لومړي وزير ئې ډير وخت حکومت کړی وو.
د ۱۹۲۵ عيسوي کال د اکتوبر مياشتي پر ۳۱ نېټې زيږېدلې سياستواله د ارجنټاين پرضد د فالک ليند د جگړې پرمهال ډيره مشهوره سوه.
د هغې هغه خبره چي ويلي ئې ول «زه خپلي پيسې بيرته غواړم» مقصد ئې په دغه جگړه کي مصرف سوي پيسې وې او «گټه ئې هم غواړم» د خلکو په منځ کي يوه افسانه وگرځېده.
د بريتانيا ملکې الزابت دوهمي د لومړي وزير ديويد کمرون په شان چي په روان وخت کي په مادريد کي دئ د هغه و کورنۍ ته تسليت ويلي دئ.
د کمرون وياند ويلي دي، چي لومړی وزير به چي په یوه اوږده اروپايي سفر وتلی دئ غواړي چي خپل سفر پريږدي او ډير ژر بيرته لندن ته وگرځي.