د برلین د نوي هوایي ډگر پرانیستل ځنډول شوي دي
۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبهاعلان
د المان په پلازمینه برلین کې د نوي هوایي ډگر پرانیستل یو ځل بیا ځنډیدلي دي. د یکشنبې په ورځ هغه شرکت چې د نوموړي هوایي ډگر ساختماني چارې په لاس کې لري وویل دغه هوایي ډګر به د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۷مه نیټه پرا نه نیستل شي. دغه هوایي ډګر پرانیستل کیدل اوس د ۲۰۱۴ کال لومړیو میاشتو ته ځنډول شوي دي.