د برلين د ديوال د ړنگيدو دریش کاله پوره شول
د ۱۹۶۱ څخه تر ۱۹۸۹ م کال پورې د برلين ديوال يو ښار او نړۍ تقسيم کړی وه. دغه دیوال چې ۲۸ کاله ولاړ وو، دیرش کاله ولاړ وو، دیرش کاله مخکې ړنګ شو.
۱۹۶۱: ديوال پورته کيږي
د ۱۹۶۱م کال د اگست پر ۱۳ نيته د ختیځ آلمان ديموکراتيک جمهوريت د برلين د شوروي برخې په محاصره کولو پيل وکړ. د ختيځ او لويديځ ترمنځ ټول ارتباطات ختم شول. تر دې په وروسته اوونيو کې د يوه کانکريتي ديوال د جوړيدو چارې پيل شوې. لکه څرنگه چې په پورتني انځور کې ليدل کيږي چې د کرويڅبيرگ سره نژدې په زيمر شتراسه کې اخيستل شوی دی، د ديوال پر سر سيمې تار غځول کيږي څو د خلکو د اوښتو مخه ونيول شي.
۱۹۶۲: د اغزن سیم تر شا يادگار
د برلين ديوال نړۍ په لويديځه او ختيځه برخه وويشله. يوه «اوسپنیزه پرده» کش شوه. د کورنۍ غړي، خپل خپلوان او دوستان په بې رحمانه توگه يو له بله بيل شول. د کميونستانو له خوا ديوال ته د «فاشيست ضد خنډ» نوم غولونکی وو ځکه د ديوال اصلي مقصد د بهر څخه د راتلونکو مخنيوی نه وو بلکې اصلي موخه یې د ختيځ څخه د خلکو د تيښتې مخه نيول وو.
۱۹۶۲: د ديوال لومړی قرباني
د برلين د ديوال دجوړيدو پوره يو کال وروسته ۱۸ کلن پيتر فیشتر له ديواله له اوښتو هڅه وکړه. کله چې دی ديوال ته ووخوت، د شرقي آلمان عسکرو له خوا وويشتل شو. دی د ديوال ختيڅې غاړې ته ولويد چیرته چې يو ساعت په زخمي حالت کې پروت وو څو بالاخره د عسکرو له خوا روغتون ته يوړل شو. ده بيا وروسته غرمه موده ساه ورکړه. دې پيښې نړۍ وړزوله.
۱۹۶۳: د اميد سمبول
د ۱۹۶۳م کال د جون په دويمه نيټه د امريکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر جان ايف کينيډي برلین ته سفر وکړ او د برلين پر ديوال او د شرق او غرب پر بيلونکې کرښه چې د «مرگ کرښه» هم ورته ويل کيده، یې نظر واچوو. کينيډي په خپله وينا کې د «زه هم د برلين اوسيدونکی يم» مشهوره او تاريخي جمله وويله. هغه ټينگار وکړ چې امريکا به د دې مخه ونيسي چې د برلين لويديځ د شوروي لاسو ته ولويږي.
۱۹۶۵: د ختيځ او لويديځ ترمنځ خونړۍ لانجمنه ساحه
د براندنبوگ د دروازې او پوستدامر ميدان ترمنځ ساحه چې ډير زيات خنډونه پکښې اچول شوي ول، د ديوال د جوړيدو په لومړۍ لسيزه کې یې ظاهراً د يوه سرحد بڼه خپله کړې وه. دا ساحه د اوسپنيزو کټارو او سيمونو يوې پنجرې ته ورته وه چې د درنو وسلو موټرې او د څار څلي پکښې ليدل کيدل.
۱۹۷۳: دواړو خواو ته سخت ډار
د برلين ختيځ چې د بيلتون کرښه پکښې کښل شوې وه او همدا راز د لويديځ برلين هغه برخې چې ديوال پکښې تير شوی وو، په ځانگړي توگه د ښار ولسوالۍ سرحدي سيمو ته څيرمه پرتې وې. د ديوال په سيورې کې پرتې ساحې په پريښول شويو سيمو بدلې شوې وې چې ډيرانونه پکښې جوړ شوي ول يا پکښې پارکونه ول او يا به ترې ماشومانو د لوبو د ميدان په توگه گټه اخيسته.
۱۹۷۶: د ديوال نوې بڼه
په ۱۹۷۵م کال کې د ديوال د سور په زياتولو لاس پورې شو او دا ديوال چې «سرحدي ديوال» ورته ويل کيده کابو ۳،۶ متره لوړ وو.
۱۸۸۴: سپينه دیوال
د ديوال سپينه برخه په ختيځ کې د ديوال د پيل ځای دی چې په شا کې یې په لوديځه برخه کې د سانت توماس کليسا پرته ده. د ختيځ آلمان د استخباراتي ادارې څارنې، سرحدي گزمې او د پوليسو کنترول له همدې ځای پيليده او دې سيمې ته د داخليدو له پاره به سړی جواز ته اړتيا لرله.
۱۹۸۷: څرگنده غوښتنه
د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت ولسمشر رونالد ريگن د ۱۹۸۷م کال په جون مياشت کې برلين ته سفر وکړ. د براندنبورگ دروازې مخې ته نوموړي دغه مشهوره جمله وويله: «ښاغلی گورباچوف دا دروازه پرانيزه.» تر دې يو کال دمخه ميخايل گورباچوف د پخواني شوروي اتحاد مشر، د «پرانستنې» او «بيارغونې» د تگلارې نوښت پيل کړی وو.
۱۹۸۹: د آزادۍ انځور چې ټولې نړۍ وليد
په پای کې هغوی بريالي شول چې د آزادۍ له پاره یې سوله ایزه مبازره کړې وه. د ۱۹۸۹ م کال د نوامبر ۹ نيټه يوه تاريخي ورځ وه، د برلين د ديوال د ړنگيدو ورځ. د ۱۹۶۱ او ۱۹۸۹ م کالونو ترمنځ لږ تر لږه ۱۰۱ کسان د شرقي آلمان څخه د تښتيدو د هڅې پر وخت پر دې ديوال ووژل شول. خو د ړنگيدو پر وخت یې يو څاڅکې وينه هم ونه بهيده.
۱۹۹۰: په ديوال کې د تلو راتلو لارې
کرس گويفوري هغه وروستی مهاجر وو چې د ديوال د ړنگيدو نهه مياشتې د مخه له ديواله څخه د اوښتو د هڅې پر وخت ووژل شو. په ۱۹۹۰ م کال کې د ديوال په بيلا بيلو برخو کې د تلو راتلو لارې جوړې شوې او د گزمې پوليسو پرې کورنيو ته د تيريدو اجازه ورکوله.
۱۹۹۱: د ديوال د بڼې بدلون
د ۱۹۹۰م کال په جون کې د ديوال د ړنگولو او د اړوندو خنډونو د لیرې کولو چارې پیل شوې. د کانکريتي ديوال پاتې شوني ټوټه ټوټه شول او تر دې حده وموښل شول چې بيا د سړکونو په جوړولو کې وکارول شول.
۲۰۱۴: هلته رڼاگانې چيرته چې يو وخت تيارې حاکمې وې
په ۲۰۱۴م کال کې د برلين د ديوال په اصلي ځای کې د دې ديوال ډيرې کمې نخښې پاتې وې او ډير کم خلک پوهيدل چې ديوال چيرته وو. ښايي همدا وو چې په ۲۰۱۴م کال کې دغلته نصب شوي څراغونه د «رڼا د سرحد» په توگه ډير مشهور شول. دا يوه موقتي پروژه وه چې په ۱۵،۳ کيلومتره هغه ساحه کې چې يو وخت پر ديوال ولاړ وو، ۶۸۸۰ څراغونه درول شوي ول.
۲۰۱۸: ختيځ لوري ته يادگاري گالیري
د «ختيځ اړخ گاليري» د برلين د ديوال پر تر ټولو اوږده پاتې شوې ټوټه يعني ۱،۳۱۶ متره اوږده برخه جوړه شوې ده. د ديوال تر پرانیستل کيدو وروسته د ۲۱ هيوادونو ۱۱۸ هنرمندانو د ۱۹۹۰ م کال په پسرلي کې پر دې رسامۍ وکړې. د دې ليدو ته هر کال په سونه زره ليدونکي راځي.
۲۰۱۸: «برلين له ديوال سره او بې له ديواله»
په دې انځوریز راپوت کې وړاندې شوي ډير انځورونه به د برلين د ديوال په ياد خونه کې په يوه ځانگړي نندارتون کې کښيښودل شي. دغه نندارتون به د فيبرورۍ د ۶ نيټې څخه د اگست تر ۱۵ پورې په برلين کې جوړ شي. په دې کې ډير داسې انځورونه هم شته چې چا مخکې نه دي ليدلي. په کې د ۱۹۶۱ تر ۲۰۱۸م کال پورې هغه انځورونه شامل دي چې برلين له ديوال سره او بې له ديواله ښکاره کوي.