د برازیل سیل وکړئ
په برازیل کې د ۲۰۱۶ کال د المپیک لوبې پیلیدونکي دي. په دغه هیواد کې د سیلانیانو سیلاب راتلونکی دی. د سیاحت له پاره د نړۍ د پنځم لوې هیواد برازیل بهترین ځایونه.
ریو دې جینیرو
دا ښار د دوو افسانوي ساحلونو ښار دی چې په ډير شمیر پخوانیو سندرو کې ترې یادونه شوی ده. دا ښار د ۶،۲۰ میلیونه نفوس په درلودلو سره د دغه هیواد دویم لوی ښار دی. د لمر د عبادت کونکو یا مینه والو له پاره دا ښار د مقناطیس حیثیت لري.
د گوانابارا په خلیج کې د لمر لویدل
د ریو دي جینیرو په ساحل کې د غرونو شاته د لمر ولیدو ننداره یوه نه حیریدونکي خاطره ده. په دې انځور کې تاسې د شوگر لوف مشهور غرونه وینئ.
د شوگر لوف کیبلي هوایې موټرۍ
ریو دي جینیرو پ بې ساري توگه ښکلۍ منظرۍ لري. سیلانیان د کیبلي هوایې موټر په وسیله ۳۹۵ متره لوړې غونډۍ یا تپې ته لیږدول کیږي.
د ریو نښان یا مجسمه
دغې مجسمې خپل لاسونه د شوگر لوف د غرونو پر لور خلاصې کړي دي. دغه مجسمه ۳۰ متره لوړ ۲۸ متره سور او شاوخوا ۱۱۴۵ ټنه وزن لري. هره ورځ نږدې ۴۰۰۰ سیلانیان د دغې مجمسې او شاوخوا سیمو د لیدلو له پاره رازي.
د ریو دویمه څیره
ریو دي جینیرو تر ۶ میلیونو ډیر اوسیدونکي لري. د دغه ځای هر یو پنځم تن په بې نقشې کورنو کې ژوند کوي.
د برازیل کارنیوال یا جشن
په برازیل کې کارنیوال تر ټولو مهم جشن او کلتوري عنعنه بلل کیږي. د ریو سیمه ییز خلک او سیلانیان په گډه سړکونو ته راوزي او دغه جشن په گډه لمانځي.
طبیعي منظرۍ او آبشارونه
د برازیل اگوازو آبشار له یوه طبیعي معجزې څخه کمه نه ده. دغه ابشار په برازیل کې د ارجنټاین هیواد سرحد ته نږدې پروت دی. دا ابشار د نړۍ تر ټولو لوی ابشار گڼل کیږي چې د یونسکو د نړیوال کلتوري میراث په لست کې شامل دی.
نیشنل پارک
د ځلیدونکو شگو او ریگو د همواره سطحو تر منځ د خوږو اوبو چینې یوه ښایسته منظره وړاندی کوي. دې پارک ۱۵۵۰ متره مربع ساحه احتوا کړی ده. دې ساحې ته په ۱۹۸۱ کال کې د نشنل پارک درجه ورکړل شوه.
د امازون سیند
د نړۍ د هر سیند په پرتله ډیرې اوبه لري. که تاسې غواړۍ چې د برازیل د طبیعت له ښکلاء څخه خوند واخلئ، نو د دې له پاره تاسې ډیر وخت ته ضرورت لرئ.
د میناوس ښار ځانگړتیا
د میناوس په ښار کې هر کال د دریو اونیو له پاره د اوپرا میوزیک فیستیوال دایریږي. د دې ښار تر ټولو مشهور اپرا هاوس هم په لیدلو ارزي.
د افریقایې برازیلي کلتور مرکز
د سلوادور ډي باحیه ښار د پخوانیو پرتگالیانو کالوني وه او دا په سلگونو کلونه د پانگه والو له پاره په برازیل کې د غلامانو د تجارت مرکز وو. اوس دا د افریقایې برازیلي کلتور مرکز گڼل کیږي. دغه ښار نه یوازې د موسیقۍ بلکې د دوستانه چاپیریال له امله هم ډیر مشهور دی.
دریمه پلازمېنه
د برازیل په تاریخ کې دری پلازمېنې درلودلې چې تر ټولو لومړۍ پلازمېنه سلوادور ډی باحیه، وه. بیا ریو دی جینیرو او بیا په ۱۹۶۰ کال کې برازیلیه د پلازمېنې په توگه وټاکل شو.