1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د بدن ايمني سیسټم څه ډول کار کوي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

ويروسونه، باکترياوې او نور میکروبه تل زموږ د بدن د نيولو هڅه کوي. زیاتره وخت دا هڅه د بدن د ايمني سیسټم له کبله چې شپه او ورځ کار کوي، ناکاميږي. دا یوه سخته دنده ده چې دلته ورته کتنه شوې.

https://p.dw.com/p/3aI6U
Blutzellen
انځور: Colourbox

زموږ د بدن ايمني سيسټم ډېر پيچلی جوړښت لري چې هڅه کوي بې له کومې دمې بدن په اصطلاح له دښمنانو څخه وساتي. په اصل کې زموږ په بدن کې دوه مختلف ايمني سيسټمونه موجود دي.

مورنی يا ذاتي ايمني سيسټم

له دې دوو څخه يې يو مورنی يا پيدايښتي دی. دا ډير موثر او چټک دی او د مثال په توګه په لنډ وخت کې د باکترياو د موندلو او د هغوی د ناکاره کولو زمينه برابروي. دا سيستم د کومو ځانګړو بريد کوونکو د ښکار تخصص نه لري او تر يوې اندازې عمومي ګوزار کوي. دا که څه هم چې ژر کار ورکوي خو اغيز یې محدود دی او نه شي کولی په هدفمن ډول د يوه ځانګړي عامل پر ضد شديده مبارزه وکړي.

د وينې سپين کورويات د ذاتي مدافع سيسټم برخه ده. د ويني سپين کورويات په تيموس غده او يا د هډوکو په مغز کې توليديږي. د تيموس غده چې زړه ته نزدې پرته ده، زموږ د بدن د لونف سيسټم يوه برخه ده.

د ويني سپين کورويات د وينې او د لونف سیسټم له لاري د بدن ټولو برخو ته رسیږي څو د بهر څخه د داخل شويو باکترياوو او ميکروبو پر ضد وجنگيږي. په وينه کې د سپينو کوروياتو زيات مقدار د يوه التهاب او يا ميکروبي ناروغۍ نخښه وي. د ويني د معايني له لاري سړی په دې پوهيدلای شي.

د هغه د مخه چې عامل بدن ته داخل شي، دوی بايد له ډيرو بندیزونو او خنډونو تير شي. دا په لومړي کتار کې د پوست او د پوزې، غمبرو او ستوني له پردو تير شي. دغه خنډونه د ناروغتيا د عامل پر وړاندي ډير مقاومت کوي او نه پريږدي چې بدن ته داخل شي.

په دې توگه دوی هم د بدن د مدافع سيسټم برخه ده. همدا راز کيمياوي مواد لکه د بدن تیزاب او يا انزايم هم د همدې سيسټم برخه ده او بدن ته د بکترياوو او ويروس د داخليدو مخه نيسي.

ترلاسه شوی مدافع سيسټم

کله چې د ټول احتياط سره سره هم زموږ د بدن مدافع سيسټم او د خونديتوب نور ټول نظامونه د ناروغتياو د عامل مخه ونه نيولای شي او باکترياوي او يا ويروس داخل شي، نو زموږ بدن د مدافع سيسټم يو پړاو په کار واچوي. دا د لاسته راوړل شوي مدافع سيسټم ځانګړی ځواب دی.

خو د دې سيستم فعاليدل له څلورو تر اووه ورځو پوري وخت نيسي. دا سيسټم په ځانگړي ډول عمل کوي او ځيني عاملين په هدفمنه توگه په نخښه کوي. دا سيسټم عامل يا بدن ته داخليدونکی ثبتوي او د مدافع په توگه عمل کوي. دا سيسټم د عامل د بيرته پيژندو صلاحيت لري او کله چې همدا عامل کوم بل وار بدن ته داخليږي نو دغه لاسته راوړل شوی مدافع سيسټم فعاليږي او د عامل له منځه وړولو په موخه غبرگون ښيي. همدا ده چې موږ په ځينو ناروغيو په ژوند کې يوازي يو وار اخته کيږو.

لنفوسيت- تي

لنفوسيت- تي چې »تي حجرې» هم ورته ويل کيږي، د مدافع سيسټم يوه برخه ده او د ويني د سپينو کوروياتو يوه ډله ده او د هغه عامل پر ضد فعاليت کوي چې په انساجو کې وي. دا حجرې د پرديو يعني دعامل او د بدن د خپلو حجرو ترمنځ توپير کولای شي. لنفوسيت- تي په ډيره چټکۍ سره په بدن کې خپريږي او په هدفمنه توگه ځیني عاملين په نخښه کوي.

تي حجرې ډېر په چټکۍ سره تکثير کوي او د ناروغتياو د ځينو ځانګړو عاملينو ته خپل مخصوص ځواب لري. د تي لنفوسيت بل ډول تي – وژونکي حجرې دي. دنده یې داده چې په ميکروب ککړې حجرې وموندي او له منځه یې يوسي. هغوی په دې موخه د حجرو زهر چې سايتوکسين نوميږي، کاروي.

لنفوسيت- بي

لنفوسيت- بي هم د وينې سپين کورويات دي. دوی د عامل د پيژندو او بيا په وينه کې انتي بادي د جوړولو دنده لري. دوی ځیني ډير ځانگړي باکترياوي او يا ويروسونه پيژني. »بي« حجرې هم د لنفوسيت- تي په څير د هډوکو په مغز کې توليديږي. دوی په توري کې چې د لونف سسټم يوه غده توليږي او د عامل د بې کاره کولو هڅه کوي.

نور خنډونه

کله چې باکترياوي او يا ويروس د مدافع سيسټم له ټولو غبرگونونو سره سره هم زموږ بدن ته داخل شي، نو بيا هم سملاسي هدف ته نه شي رسیدلای. دلته دوی د فاگوسيت يا خوړونکې حجرو هدف گرځي او د دې حجرو له خوا له منځه وړل کيږي. کله چې دا حجرې د ناروغتيا عمل پيدا کړي، هغه محاصره کوي او حجرې یې په اصطلاح هضموي.

کله چې دا سیسټم سم کار ور نه کړي، څه کيږي؟

د بدن ايمني سيسټم ډير پيچلي جوړښت لري او بشپړ نه دی. په دې کې هم عوارض پيدا کيدلی شي. يو مثال یې «Autoimmune» يا خود ايمني ناروغتياوې دي. په دې ناروغتيا کې ايمني سيسټم د پرديو يا عاملو حجرو پر وړاندې نه چې بدن ته داخلې شوي دي، بلکې د خپل بدن د ځينو حجرو پر ضد مبارزه کوي چې په نتیجه کې یي التهابونه رامنځته کيږي.

په دې خود ايمني ناروغتياو کې د ايم ايس ناروغي، جلدي ناروغۍ، د روماتيزم مختلف ډولونه او پسوريازس چې يوه جلدي ناروغي ده، شاملې دي.

bs/nz (Gudrun Heise)