1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«په اوکراين کي خوشه يي بمونه استعمال شوي»

۱۴۰۱ خرداد ۲۳, دوشنبه

د ايمنسټي انترنيشنل په حواله د خارکيف ښار د استوګنې په سيمو کې خوشه يي بمونه کاريدلي دي. په دې منځ کې د روسیې د دولتي تلویزيون پر انترنت پاڼه سايبري بريد شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Cbqn
Ukraine-Krieg | Zerstörung in Charkiw nach russischen Angriffen
په خارکيف کې په بشپړه توګه سوځيدلې د استوګنې ودانۍانځور: Stringer/AA/picture alliance

د ايمنسټي انترنيشنل يا بخښنې نړيوال سازمان د پلټنو په حواله د اوکراين د ختیځ په خارکيف ښار کې د استوګنې په سيمه کې د خوشه يي تجهیزاتو د کارولو له کبله په سونو ملکيان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د دغه سازمان د آلمان له څانګې څخه جانين اولمانيسک د «هر څوک هره لحظه مړ کيدلی شي» تر سرليک لاندې يوه نوي رپوټ ته په اشارې سره وويل: «په خارکيف کې خلک په خپلو کورونو او په کوڅو کې په داسې حال کې وژل شوي چې خپل ماشومانو یې د ساعتیرۍ پارکونو ته بيول، هدیرو ته د خپلو خپلوانو قبرونو ته ورتلل، د مرستې د ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ وو او يا یې له مغازې څخه خپل د اړتيا وړ توکي رانیول.»

د بخښنې نړيوال سازمان غوښتنه کړې ده چې د دې بريدونو مسئولين بايد محکمه ته حاضر شي او د ټپیانو او قربانيانو کورنيو ته بايد تاوان ورکړل شي. د دغه سازمان په حواله بل لوري ته اوکرايني عسکرو هم اکثراً بريدونه د استوګنې له سيمو څخه کړي دي چې دې کار د هلته میشتو ملکيانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

خوشه يي بمونه هغه تجهیزات دي چې د خپل هدف پر سر په هوا کې سره په کوچنيو چرو ويشل کيږي او په دې توګه ډېر زيان اړوي.

زيلنسکي يو ځل بيا خپله غوښتنه تکرار کړه

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په کراتو له لوېديځ څخه د عصري دافع هوا سيسټمونو غوښتنه کړې ده. زيلنسکي په يوه ويديويي وينا کې ويلي چې له فیبرورۍ میاشتې راهيسې پر اوکرايني ښارونو تر ۲۶۰۰ ډېر راکټونه لګيدلي دي. هغه وويل: «که د اوکراين خبره منل شوې وای نو په دې ترڅ کې بايللي ژوندونه مو ژغورلی او د تراژيديو مخه مو نيولای شوه.»

هغه وويل چې هېواد یې حتی تر جګړې مخکې د هغه عصري دافع هوا سيسټم غوښتنه کړې وه چې لا څو کاله تر مخه بايد اوکراين ته ورکړل شوی وای.

Ukraine-Krieg - Wolodymyr Selenskyj
انځور: Natacha Pisarenko/AP/dpa/picture alliance

د اوکراين په ختیځ کې چېرې چې جګړه روانه ده، روسي عسکر هڅه کوي چې د باخموت، سلوويانسک او ليسيچانسک ښارونو ته پرمختګ وکړي. د اوکراين د پوځ له خوا زياته شوې ده چې له ستراتيژيکي پلوه مهم ښار سيويرودونيڅک کې په اصطلاح «د هر متر پر سره جګړه روانه ده.»

روسي ځواکونو د وسلې پر ګودام بريد کړی

روسي ځواکونو ويلي چې په خورتکیف ښار کې یې د وسلې يوه زيرمه په نخښه کړې ده. زياته شوې چې دغه وسلې د امريکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا اوکراین ته ورکړل شوې وې.

بريتانيا: روسيه له ۶۰ کالو زړو توغنديو کار اخلي

د ترنوپل سيمې ګورنر ولوديمير تروش وويل چې په دغه برید کې ۲۲ کسان ټپيان شوي او يوه پوځي او څلور د استوګنې ودانۍ د بريد په ترڅ کې ويجاړې شوي دي.

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د خورتکيف د بريد په اړه وويل: «دې بريد د تاکتيکي او ستراتيژيکي پلوه هیڅ معنا نه درلودله لکه د روسیې اکثريت بريدونه.»

«پوتين روسان او اوکراينيان له منځه وړي»

په دې منځ کې ناپيژاندو هکرانو د روسیې د دولتي تلويزيون انترنت پاڼې ته لاره موندلې او د اوکراين د جګړې په مخالفت کې یې يو متن نشر کړی دی. د « smotrim.ru» په نوم دغه انلاين پاڼه باندې د يو څه وخت له پاره ليکل شوي ول: «پوتين روسان او اوکراينيان له منځه وړي! جګړه ودروئ.»

روسیې هم پر دغه ويب پاڼه او د « Vesti» په نوم د يوه بل خبري کانال پر انترنت پاڼي هم د بريد خبر تائید کړی دی. ويل شوي چې له دغو انترنت پاڼو څخه کابو یو ساعت «تندلاریتوب ته هڅوونکي غير قانوني محتوا» نشر شوې ده.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, rtr, epd)

زموږ له آرشيف څخه: