د بارکزۍ د روغتيايي حالت په اړه انديښنې نوري هم زياتي سوي
۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبهوروسته تر هغه چي بارکزی د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی، څو ورځي وروسته د افغانستان د روغتيا وزارت معيني، نادرې حيات، د هغې د روغيايي حالت څخه انديښنه څرګنده کړه.
د بارکزۍ د روغتيايي حالت په اړه پر انديښنو سربيره، هغې خپل د نه خوړلو اعتصاب جاري وساته تر څو د روان کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۳نېټه د شپې لخوا افغان امنيتي ځواکونو هغه روغتون ته انتقال کړه او خيمه يي وروسته ټوله کړه.
افغان امنيتي چارواکو ادعا وکړه چي دغه کار يې د امنيتي دلايلو له کبله کړی، خو د بارکزۍ پولويانو بيا ادعا کوله چي هغه د دولت لخوا په زور او جبر روغتون ته انتقال سوې ده.
د مېرمن بارکزۍ د کورنۍ غړي وايي، چي اوس روغتون ته د ورتگ اجازه نه ورکول کيږي او د هغې د روغتيا په اړه سم معلومات نه لري.
اوس چي روغتون ته د بارکزۍ د انتقالولو څخه شپږ ورځي تيريږي د هغې خپلوان او ملاتړ کونکي وايي، چي دې خپل د نه خوړلو اعتصاب په روغتون کي جاري ساتلی او اوس يې روغتيايي حالت ډير خراب دی.
د مېرمن بارکزۍ ورور دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته د روغتون څخه د تليفون پر کرښه وويل، چي اوس د بارکزۍ روغتيايي حالت ډير د انديښنې وړ دی. هغه زياته کړه چي تيره ورځ «سه شنبه د اکتوبر د مياشتي ۱۸» ډاکترانو هغوی ته وويل، چي د بارکزۍ بدن اوس د سيروم د جذبولو توان هم نه لري.
د هغه په خبره، بارکزۍ اوس هم خپل د نه خوړلو اعتراض ته دوام ورکوي. د بارکزۍ ورور دا هم وويل: « د هغې يوه لور چي د زړه ناروغي لري د مور تر ليدو وروسته يې حالت خراب سوی او اوس هغه هم په روغتون کي ده.»
دا په داسي حال کي ده، چي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند، صديق صديقي، روغتون ته د بارکزۍ د انتقال پر مهال ويلي ول، چي د هغې کورنۍ او ملاتړ کوونکي کولای سي چي د بارکزۍ څخه په روغتون کي په آزاد ډول ليدنه وکړي.
د ولسي جرگې يو غړي چي نه غواړي نوم يې واخستل سي دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل، چي حکومت آن يوه پارلماني کمېسيون ته د بارکزۍ د ليدو اجازه نه ده ور کړې.
مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل