د ایټالیې دولتي مامورین د صدراعظم د سپما د پروگرام پر وړاندې لاریون کوي
۱۳۹۱ مهر ۷, جمعهاعلان
په پام کې ده چې په ایټالیه کې به نن دولتي مامورین د رژیم له لوري په دولتي ادارو کې د مامورینو د راکمولو د پلان پر وړاندې مظاهره وکړي. د ایټالې د صدراعظم ماریو مونټي دولت غواړي چې تر ۲۰۱۴م کاله پوري په دولتي ادارو کې شاوخو ۲۶ میلیارده یورو سپما کړي، تر څو د دغه هیواد پورونه راټیټ کړای شي.