د ایران په پوځي اډه کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي
۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبهد پاسداران انقلاب ویاند، رمضان شریف، زیاته کړې دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې سرتیرو په دغې پوځي اډه کې مهمات انتقالول. د سپاه پاسداران د عمومي روابطو ادارې هم دغه پیښه تأید کړي. د ایران دولتې تلویزیون د شریف په حواله ویلي چې په پیښه کې د ځینو ټپې شوو کسانو حالت د اندیښنې وړ دی.
دغه پیښه د البرز ولایت د میلارد ښار ته څیرمه د بیدګنه په سیمه کې رامنځ ته شوي. دغه چاودنه دومره زوروره وه چې ۴۵ کلومیتره وړاندې په تهران کې هم محسوس شوې. د ځینو رسنیو د رپورټونو له مخې د لمړې چاودنې وروسته دوهمه چاودنه هم رامنځ ته شوې. د ایلینا خبري آژانس تر دې د مخه ویلي وه چې دغه چاودنه د معدني ګاز له امله رامنځ ته شوي.
په ۲۰۱۰م کال کې هم د ایران په غرب کې د خرم آباد په سیمه کې د سپاه پاسدران د وسلو په یوه ډيپو کې د چاودنې له امله ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
په ۱۹۷۹م کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب وروسته ایران د هیواد دننه او د بهرنیو ګواښونو د مخنیوي له پاره «سپاه پاسداران انقلاب» تأسیس کړ خو په وروستیو کلونو کې دغه په یوه نظامي ځواک بدل شوی دی.
دا پداسې حال کې ده چې ایران د امریکا د متحده ایالاتو او اسراییل له لوري د اتومي وسلو د جوړولو له امله د سخت فشار لاندې دی.
سید ریاض «رویترز، د فرانسې خبري آژانس»
کتونکی: مسعود جهش