1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د ایران رهبري د مظاهره کوونکو په مقابل کي سخت چلند غواړي

۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

د ایران جمهوررئیس، ابراهیم رئیسي یو واربیا واضح کړې ده، چي د دغه هیواد سیاسي رهبري به په هیڅ صورت سره د حکومت د منتقیدو مظاهره کوونکو غوښتنو ته مثبت جواب ونه وايي.

https://p.dw.com/p/4HVl8
Österreich | Protest zum Tod von Mahsa Amini vor dem Fußball Länderspiel Senegal - Iran
انځور: Jakub Sukup/AFP/Getty Images

هغه ولس ته په یوه وینا کي وویل، چي هیچا ته به اجازه ور نه کړل سي، د ګډوډیو او انارشۍ د لاري د خلګو امنیت خراب کړي.

هغه د ځواني ایرانۍ، مهسا امیني نامعلومه مرګ په دلیل رامنځته سوو دوامداره احتجاجونو ته په کتو سره دغه خبري کولې. رئیسي د خپل هیواد په مقابل کي د توطیې او دسیسې خبره وکړه او د مظاهره کوونکو په مقابل کي یې د دوو اونیو راهیسي د پولیسو او امنیتي چارواکو د سخت چلند دفاع وکړه. 

د اوسنیو احتجاجونو او مظاهرو انګیزه د ځواني ایرانۍ، مهسا امیني مړه کیدل وه، کومه چي د اسلامي حجاب د نظم څخه د سرغړوني په دلیل مذهبي پولیسو نیولې وه.