د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبري نن هم دوام کوي
۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبهاعلان
د ایران په حواله دغه هیواد په بغداد کې د خپل اټومي پروګرام په اړه له خبرو اترو څخه رضایت نه لري. د ايران خبري اژانس ارنا ويلي دي چي په دغو خبرو کښي د ايران وړاندیزونه په پام کې نه نیول کیږي.
یو شمیر غربي هیوادونه پر ایران باندې تور لګوي چي د اټومی وسلو د جوړلولو هڅې کوي خو ایران وایي چې اټومي پروګرام ئې یوازې سوله ییز مقصدونه لري.