د ایران د اټومي پروګرام تړون پر ضد رايي
۱۳۹۴ مرداد ۱, پنجشنبهد ايران د اټومي پروګرام پر سر تر توافق یوه اونۍ وروسته د امريکا متحدو ايالاتو حکومت رسماً په دې پيل کړی دی، چي د دغی معاملې په پلوی په کانگرس کي رايي راټولي کړي . خو بانفوذه وکیلانو د دغه نړیوال توافق پر ضد سخت انتقادونه کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر جان کیري باید نن پنجشنبه ورځ(۲۳.۰۷.۲۰۱۵) د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې په مخکي خبري وکړي او د وکیلانو پوښتنو ته جوابونه ورکړي. له هغه سره د مالیې وزیر جېک لېو او د انرژۍ وزیر اېرنیست مونیڅ هم په دغه اسماعیه غونډه کي شامل دي.
په نیویارک کي مظاهرې
له بلي خوا پرون ماښام د نیویارک په ټایمس سکوېر کي په زرونو خلکو ددغه تړون پر ضد اعتراضونه وکړل او له وکیلانو څخه یې وغوښتل چي د هغه پرضد رايي ورکړي. اکثریت مظاهره کوونکي د اسرائيلي سیاست پلویان ول.
اسرائيل له ايران څخه ځان سخت په تهدید کي بولي، په ځانگړې توگه په دې خاطر چي د دوی په خبره ايران د فلسطیني سازمانونو (اسلامي جهاد او حماس) ملاتړ کوي.
د تصمیم نیولو له پاره ۶۰ ورځي وخت
د امريکا متحدو ايالاتو حکومت د یکشنبې په ورځ کانگرس ته د ایران د اټومي پروګرام د موافقتنامې متن ولیږې. وکیلان په دغسه حالاتو کي د تصمیم نیولو حق لري. خو ددې له پاره د کانگرس دواړه مجلسونه، یعني ولسي جرگه او سنا ۶۰ ورځي مهلت لري.
د تړون پر وړاندي تر ټولو دمخه جمهوري غوښتونکي قید وشرطونه لري، او وايي چي کیدلای سي ایران له دغه تړون څخه سرغړونه وکړي او اټومي بم جوړ کړي. خو د اوباما ديموکرات گوند ځیني وکیلان هم د تړون په مقابل کي شک او تردید ښکاره کړی دی.
له تهران سره د ملگروملتونو امنیت شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني تر منځ دغه توافق تیره اونۍ په ویانا کي رامنځ ته سو.
تړون باید د دې مخنیوی وکړي، چي ايران اټومي بم جوړ کړي. د دې په مقابل کي به بیا د ايران پر ضد بندیزونه لیري کيږي. په کانگرس کي د دغه توافق د نه منلو په صورت کي ولسمشر بارک اوباما د هغه د ویټوکیدو اعلان کړی دی.
د دې له پاره چي د جمهوررئيس ويټو بې اعتباره سي، نو د پارلمان په دواړو مجلسونو کي دوه پر درې اکثریت ته ضرورت دی، چي د هغه په لاس راتلل ډیر سخت دي.