د ایران د اتومي پروګرام پر سر جوړجاړی وشو
۱۳۹۴ تیر ۲۳, سهشنبهله ایران سره د اتومي پروگرام په هکله تر خبرو اترو وروسته اوس یو تصمیم ونیول شو. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې فیدریکا مورگیرني، ویاندې اعلان کړی دی چې د ایران، پنځو قدرتونو هیوادونو او آلمان د بهرنیو چارو وزیران په وین کې په وروستۍ ناسته کې سره یو ځای کیږي. زیاته شوې ده چې تر هغې وروسته یو مطبوعاتي کانفرانس ورکول کیږي.
یوه ایراني چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه ټول سخت کار نتیجه ورکړه او موږ یوې موافقې ته ورسیدو. خدای دې زموږ پر خلکو رحم وکړي.»
د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې یوه بل ایراني دیپلومات هم دغه خبره تایید کړې ده. تر دې لږ وروسته اسوشیتد پرس د یوه لویدیځوال دیپلومات په حواله وویل چې دواړه اړخونه سره موافقې ته رسیدلي دي.
اسرائیل چې له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر د توافق خلاف دی پر شوي پرمختګ نیوکه کړې ده او ویلي یې دی چې د هغه د تصویبیدو مخه به ونیسي.
له ایران سره به دغه تړون دا خبره یقیني کړي چې تهران اتومې وسلې نه جوړوي او له خپلو اتومي دستگاوو څخه یوازې د ملکي موخو له پاره استفاده کوي. په پام کې ده چې د هغې په بدل کې به پر ایران باندې اقتصادي تحریمونه او د ملگرو ملتونو له لوري د وسلو په برخه کې لگول شوي بندیزونه لیرې کړای شي.
د دغو خبرو اترو له پاره ضرب الاجل تر دې مخکې څو وارې وغوځول شوي او ښکیلو اړخونو د هغوی په اړه بیلابیل نظرونه ورکړل.