د ایران آیت الله ته د اوباما پټ لیک
۱۳۹۳ آبان ۱۶, جمعهمختلفو امریکايي رسنیو د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي، ته یو لیک استولی چې په هغه کې اوباما د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد د امریکا متحده ایالاتو او ایران د یوې گډې جبهې د جوړولو د امکاناتو په هکله یادونه کړې ده.
د امریکايي ورځپانې والستریت ژورنال، د یوه رپوت له مخې اوباما د «اسلامي دولت» د ترهگرو پرضد جگړه کې له ایران سره د گډې همکاري له پاره لیوالتیا ښوولې ده. په رپوټ کې یادونه شوې ده چې د خامنه ای په نامه د اوباما دغه پټ لیک د اوکتوبر په نیمايي کې استول شوی دی. د والستریت ژورنال په رپوټ کې وړاندې ویل شوی دي چی «ولسمشر د دغې همکارۍ له پاره دا شرط ایښی دی چې د ایران د اتومي شخړې د حل په خبرو اترو کې تهران یوې موافقې ته غاړه کیږدي.»
په واشنگتن کې له اوږدې مودې را په دی خوا داسی اټکل کیږي چې ایران او امریکا متحده ایالات ښايي د «اسلامي دولت» نوموې ډلې د جنگیالیو پر ضد خپل قوتونه سره یو موټی کړي. د داسی اټکلونو پسمنظر څه دی؟
ډيري ایرانیان شیعه مذهبه دي. د «اسلامي دولت» د ترهگرې ډلې چې پخوا په خپل عربي مخفف داعش هم مشهوره شوې وه، ډير غړي سنیان دي. د داعش ترهگرو ملیشو چې غواړي په منځني ختیځ کې ستر خلافت جوړ کړي، پر ضد مبارزه د تهران د ستراتیژیکي هدفونو څخه شمیرل کیږي. امریکا متحده ایالات له اوونیو را په دې خوا په سوریه او عراق کې د داعش پر مرچلو بمبارې کوي.
سپینه ماڼۍ تر اوسه پورې نه غواړي چې د ایران د مشر آیت الله په نامه د بارک اوباما د پټ لیک په هکله دریځ ونیسي. د متحده ایالاتو د حکومت ویاند جوش ایرنیست، وویل چې دی نه شي کولای چې د ولسمشر د «شخصي لیکونو» په هکله څه ووايي. خو ایرنیست ټینگار وکړ چې امریکا متحده ایالات به له ایران سره د نوموړو ترهگرو ملیشو پر ضد جگړه کې له «پوځي لحاظه» همکاري و نه کړي. هغه زیاته کړه:« په دی هکله د محرمو معلوماتو بربڼدول لازم نه دي.»
خو د متحده ایالاتو د حکومت ویاند اعتراف وکړ چې د پردې تر شا خبرې روانې دي. د هغه د وینا له مخې په ویانا کې د ایران د اتومي شخړې پر سر د خبرو اترو په څنډه کې نوموړې موضوع هم یاده شوی ده. د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ایران او د لویدیځو قدرتونو تر منځ د اتومي شخړې پر سر خبرې اترې یو مهم پړاو ته داخلې شوې دي.
د نومبر په ۲۴مه نیټه د توافق له پاره ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته رسیږي. خو په عین وخت کې د دغه ضرب الاجل د اوږدولو خبره هم یاده شوی ده.